پاکستان له افغانستان سره ټولې پولې او ټرانزیټي لارې بېرته پرانیزي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، له افغانستان سره به ټولې سرحدي دروازې او ټرانزیټي لارې بېرته پرانیستل شي.

پاکستاني رسنۍ «مینیټ میرر» د شنبې په شپه (۱۷ د زمري) په یوه راپور کې لیکلي چې نقوي دا پرېکړه د دغه هېواد د سوداګریزې ټولنې له استازو سره په خبرو کې کړې ده.

دغې رسنۍ لیکلي: «د فدرالي حکومت د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په مشرۍ له لوړپوړو چارواکو او د سوداګریزې ټولنې له استازو سره له یوې غونډې وروسته، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټولو سرحدي دروازو او ټرانزیټي لارو د بېرته پرانیستلو پرېکړه وشوه.»

د راپور له مخې، له سوداګرو سره د نقوي په ناسته کې «د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږد د اسانتیا لپاره اقدامات» هم تر بحث لاندې نیول شوي دي.

د افغانستان او پاکستان د اتباعو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د «قانوني سفرونو د اسانتیا» موضوع هم مطرح شوې، خو په دې اړه کومه ځانګړې پرېکړه نه ده شوې.

تر اوسه د پاکستان حکومت چارواکو په رسمي ډول د دې غونډې د پرېکړو او د ټرانزیټي لارو او سرحدي دروازو د بېرته پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي دروازې او ټرانزیټي لارې تېر کال د طالبانو او پاکستان ترمنځ له پوځي نښتو وروسته تړل شوې وې.

د پوځي نښتو له پراخېدو وروسته دواړو لورو لارې وتړلې او اوس یوازې د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین‌بولدک او د هلمند بهرامچې سرحدي دروازې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر مخ خلاصې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته