طالبان، د واک پر ګدۍ له پنځو کلونو شور او مستۍ وروسته، نن له داسې تناقض سره مخ شوي چې په پیل کې د دوی د ځواک سرچینه وه: هممهاله مذهبي او قومي افراطیت. دوی د بنسټپال اسلام پر تکیې سیمهییز ملاتړ او بهرنۍ مالي سرچینې ترلاسه کولې او د پښتونپالنې پر بنسټ یې په افغانستان کې خپله ټولنیزه اډانه پیاوړې کوله؛ خو اوس د دوی د ځواک دغه دواړه محرکونه د یو بل پر وړاندې په خنډ بدل شوي دي. د طالبانو اسلامپالنه په افغانستان کې د واک له قومي انحصار سره او د دوی پښتونپالنه د پاکستان له ستراتیژیکو ګټو سره په ټکر کې لوېدلې ده. طالبان لا هم د سقوط په درشل کې نه دي، خو هغه روایت چې یوه ورځ یې واک ته ورسول، اوس کولای شي د دوی د واکمنۍ د نړېدو زمینه برابره کړي.
په اردو ژبه کې د افراطي کسانو لپاره د «انتهاپسند» اصطلاح کارول کېږي. انتهاپسند هغه چا ته ویل کېږي چې د یوه فکري طیف یوې یا بلې وروستۍ پولې ته رسېدلی وي. طالبان له دوو اړخونو انتهاپسند دي: له مذهبي او قومي پلوه. په دې معنا چې دوی له یوې خوا طالباني اسلام د یوه داسې دیني روایت په توګه وړاندې کوي چې په بشپړه توګه د دین پر خالصوالي ټینګار کوي او د اسلام د لومړیو دورو له دودونو څخه لږ څه هم نه مني؛ خو له بلې خوا هڅه کوي افغانستان د پاکستان له ځینو برخو سره په یوه «لوی پښتونستان» بدل کړي، چې یوازې یو قوم (پښتانه) پکې مطلق واک ولري او نور قومونه له سیاسي، مدني، اقتصادي او فرهنګي ژوند څخه په بشپړه توګه حذف کړي. لومړی مذهبي افراطیت او دویم قومي افراطیت دی.
اوس ولې د افراطیت د معمولې اصطلاح پر ځای، چې په اردو کې ورته «انتهاپسندي» ویل کېږي، د طالبانو د روایتونو تحلیل ته مخه کوو؟ په دې لیکنه کې د دې کار یو ځانګړی دلیل شته:
د دغو دوو افراطي لارو تر وروستۍ پولې پورې تعقیبول د طالبانو لپاره یوه امتیاز او د ځواک جوړولو عامل ګڼل کېده. په دې معنا چې طالبانو د دغو دوو ډولونو افراطیت په مرسته له یوې خوا په افغانستان کې د پښتونپالنې یو پیاوړی قومي روایت رامنځته کاوه او دې چلند د پښتنو په منځ کې د دوی ټولنیز ملاتړ پیاوړی کاوه؛ له بلې خوا، طالبانو د مذهبي افراطیت پر تکیې کولای شول هم د خپلو سیمهییزو بهرنیو ملاتړو مالي سرچینې فعالې او روانې وساتي او هم خپل تر ټولو لوی ملاتړي، یعنې د پاکستان حکومت ته دا پیغام ورکړي چې د طالبانو ملاتړ د دغه هېواد لپاره خطر نه لري او په عملي توګه د پاکستان له ګټو، په ځانګړې توګه د دغه هېواد دننه د قومي بېلتونغوښتونکو ځواکونو له ځپلو سره همغږی دی.
له دې حسابه، د دغو دوو ډولونو افراطیت ته د طالبانو ژمنتیا منطقي وه. په بله وینا، طالبان تر واک ته رسېدو مخکې کولای شول د دغو دواړو تګلارو منطق تر وروستۍ پولې پورې تعقیب کړي. خو د طالبانو لپاره نوی وضعیت دا دی چې اوس که دوی د دغو دوو افراطي لارو له ډلې د هرې یوې منطق تر وروستۍ پولې پورې تعقیب کړي، د بلې لپاره به لګښتونه رامنځته کړي. دا موضوع په لاندې ډول روښانه کېږي:
په افغانستان کې د داسې اسلام تبلیغ چې له قومي پولو پورته وي، د یوه بشپړ قومي انحصاري چلند له کړنو سره نه شي جوړېدای. یوازې یو څه وخت ته اړتیا وه چې خلک په خپلو سترګو وویني د طالبانو دیني تبلیغات د دوی له قومي کړنو سره په ټکر کې دي. دا ناسازګاري ورو ورو راڅرګندېږي او بربنډېږي. په تېرو پنځو کلونو کې همداسې وشول. خلکو ولیدل چې طالباني اسلام نه یوازې قومي رنګ لري، بلکې تر دې کچې شدید قومي تعصب پکې شته چې نور قومونه په بشپړه توګه حذفوي. د شیعهګانو او غیرپښتنو حنفي سنیانو لپاره د طالبانو دیني روایت خپل اعتبار له لاسه ورکړ. ځکه کله چې یو تبلیغ کوونکی د خپل تبلیغ په اصولو کې د یوه وېښته هومره هم پابند نه وي، د هغه د تبلیغ تشوالی ډېر ژر څرګندېږي. طالبان اوس مهال د خپلې واکمنۍ د دیني څېرې د نقاب لوېدو ته اهمیت نه ورکوي. لامل یې دا دی چې دوی اوس د زور او غلبې له لارې واکمن دي او د عامه افکارو، د دې موضوع په ګډون، پروا نه لري. د دې رسوایۍ پایلې به وروسته، په خپل وخت کې، لا ډېرې څرګندې شي.
له افغانستان څخه بهر، طالبانو پاکستان ته دا پیغام ورکاوه چې دا ډله (په دغه هېواد کې د نورو مذهبي افراطي ډلو په څېر) هېڅ افغان ـ پښتني سیاسي اجنډا نه لري او یوازینی هدف یې په کابل کې د یوه بهرني لاسپوڅي حکومت نسکورول دي. د پاکستان لپاره دا ډېره مهمه وه چې په افغانستان کې یوه داسې مذهبي او سختدریځه ډله واک ته ورسېږي چې د پاکستان دننه له قومي بېلتونغوښتونکو خوځښتونو، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې، سره فکري او سیاسي همغږي ونه لري. دا هماغه سیاست و چې غوښتل یې د جهادي ـ اسلامي نړیوالپالنې تر سیوري لاندې سیمهییزې قومي غوښتنې کمرنګې کړي.
خو پاکستان ورو ورو دې پایلې ته ورسېد چې واقعیت بل ډول دی. واقعیت دا دی چې طالبان هم غواړي د ډیورنډ کرښه د پاکستان خاورې ته دننه شاته بوځي او هم باور لري چې په پای کې به د نورو افراطي ډلو په مرسته د «پنجابیانو» حکومت نسکور کړي. دا خوب په یوه وخت کې د پښتونستان پراختیا او په پاکستان کې د اسلامي امارت جوړول ممکن ګڼي. پاکستان په پیل کې هڅه کوله چې د طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ کړکېچ د یوې کوچنۍ ستونزې یا لنډمهاله ناسم پوهاوي په توګه تعبیر کړي؛ خو وروسته یې درک کړه چې درز ډېر لوی او کړکېچ تر هغه څه سخت دی چې دوی یې فکر کاوه.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د خپل قومي او مذهبي افراطیت د وروستیو پولو په تعقیبولو سره ډېر لوی لګښتونه نه دي ورکړي؛ خو ورو ورو د دې وخت را رسېږي چې د دغو افراطیتونو درانه لګښتونه پرې کړي. پاکستان د طالبانو د مجازاتولو په لټه کې دی او په افغانستان کې به هېڅ غیرپښتون د دې لپاره خواشینی نه شي چې طالبان او د دوی د نورو دښمنۍ پر بنسټ ولاړ ټول نظام د یوه اغېزمن ځواک له خوا مجازات شي. طالبانو د جمهوریت له حکومت سره د دوو لسیزو جګړې پر مهال په سیمه کې یو له تر ټولو ځواکمنو حکومتونو څخه د ملاتړي په توګه له ځان سره درلود؛ هغه پاکستان و. اوس هماغه پخوانی ملاتړی په عملي توګه د طالبانو پر دښمن بدل شوی دی. طالبان د فاسد جمهوري نظام پر وړاندې د جګړې پر مهال د هغه ځواکمن ملاتړي د پلي سرتېرو په څېر وو او کولای یې شول د بریا په ډاډ جګړه وکړي. خو نن د پاکستان حکومت د طالبانو له مخالفینو سره اړیکې جوړې کړې دي؛ هغه هم په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر وړاندې ناخوښي ډېره زیاته شوې ده.
ایا د طالبانو حکومت به ژر سقوط وکړي؟ نه. خو ایا طالبان به وکولای شي چې له دې وروسته هم خپل دوهمحرکه قومي ـ مذهبي افراطیت، پرته له دې چې درانه لګښتونه پرې کړي، تر وروستۍ پولې پورې تعقیب کړي؟ نه، دوی به دا کار ونه شي کړای. طالبان بله لار نه لري، پرته له دې چې یا په خپله حکومتولۍ کې ژور او جدي اصلاحات راولي، یا له یوه داسې ګډ او ویجاړوونکي بهرني او کورني ځواک سره مخ شي چې په یقیني ډول به یې حکومت ړنګ کړي. هېڅوک د دغه سقوط کره وخت نه شي ټاکلی، خو شک نشته چې د طالبانو دوهمحرکه قومي ـ مذهبي افراطیت یو داسې روایت دی چې اوس له بنبست سره مخ شوی او په پای کې به خپل اغېز له لاسه ورکړي.
