د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په لویدیځ هرات ولایت کې د «ګلبهار» په نوم د سمنټو د تولید د یوې فابریکې د بنسټ ډبرې اېښودلو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي چې د دغې فابریکې د جوړولو چارې نن (یکشنبه، د زمري ۱۸مه) د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په حضور کې پیل شوې.
عبدالغني برادر د دغې فابریکې د جوړولو د چارو پیل د ځانبساینې پر لور مهم ګام بللی او ویلي یې دي چې د دې فابریکې له فعالیت سره به پر وارداتي سمنټو تکیه کمه شي.
هغه د طالبانو له اړوندو مسوولینو او د فابریکې له تخنیکي ډلې غوښتي چې د فابریکې د جوړولو چارې په ټاکلي وخت او له ښه کیفیت سره بشپړې کړي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري ویلي چې په دې پروژه کې د پانګونې کچه شاوخوا ۱۴۳ میلیونه ډالره ده.
هغه زیاته کړې چې دغه فابریکه به له جوړېدو وروسته هره ورځ شاوخوا درې زره ټنه سمنټ تولید کړي.
افغانستان اوس مهال د خپلې اړتیا وړ سمنټو یوه لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران څخه، واردوي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولو له تړل کېدو وروسته، افغانستان ته د ایران د سمنټو صادرات په اوونۍ کې زر ټنو ته رسېدلي دي.
