په هرات کې د یوه سړي وژل کېدل؛ د مقتول مېرمن او دوه نور کسان نیول شوي

په هرات کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د یوه سړي د وژنې په تړاو د مقتول مېرمن او دوه نور نارینه نیول شوي دي.

د هرات د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند سید مسعود حسيني «رادیو پولیس» ته ویلي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې د دغه سړي په وژلو اعتراف کړی دی.

هغه وایي، د اسماعیل په نوم یو سړی د یکشنبې په ورځ، د زمري په ۴مه، د هرات ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د «G7» له سیمې څخه د یوه موټر د سپرلیو له خوا تښتول شوی و.

د نوموړي په وینا، د اسماعیل کورنۍ دوه ورځې وروسته طالبانو ته مراجعه وکړه او د هغه د موندلو لپاره پلټنې پیل شوې. له لټون وروسته، د اسماعیل جسد د ګذرې ولسوالۍ اړوند د ملا اسفند له غره څخه وموندل شو.

حسیني وایي، د «مسعود» او «سیف‌الرحمان» په نومونو دوه کسان نیول شوي دي. د هغه په وینا، د نیول کېدو پر مهال هغه موټر هم له دغو دوو کسانو څخه ترلاسه شوی چې د اسماعیل په تښتولو کې ترې کار اخیستل شوی و.

د هرات د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، چې نیول شویو کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او څرګنده شوې چې د اسماعیل مېرمن هم په دغه وژنه کې لاس لري.

اوس د مقتول مېرمن او دوه نور نارینه په بند کې دي.

د اسماعیل مېرمن په لومړنیو تحقیقاتو کې د مسعود او سیف‌الرحمان له خوا د خپل مېړه په وژنه کې لاس لرل تایید کړي او د خپلې کورنۍ له اختلافاتو یې هم خبرې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته