په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، د طالبانو پوځي محکمې د دې ډلې د ځواکونو پر ضد د شکایتونو له ترلاسه کولو ډډه کوي او هغه قضیې چې ثبت او تعقیب شي، بېرته تړل کېږي.
یوناما نن (دوشنبه، د زمري ۱۹مه) په هېواد کې د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په درشل کې د «په افغانستان کې د امنیتي سکتور حساب ورکونه» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی چې تېرو پنځو کلونو ته کتنه کوي.
د ملګرو ملتونو استازولۍ وايي، په خپلو څېړنو کې یې موندلې چې د طالبانو پوځي محکمې د دې ډلې د امنیتي منسوبینو پر ضد د لیکلي شکایتونو له ترلاسه کولو ډډه کوي او شکایت کوونکو ته وايي چې د مجاهدینو پر ضد له شکایتونو سره محکمې ته مراجعه ونه کړي.
یوناما وايي، دا چاره د مجازاتو د نهمسوولیت فضا لا پیاوړې کوي.
د یوناما د راپور له مخې، په هغو مواردو کې چې شکایتونه ثبت شوي او د طالبانو امنیتي منسوبین نیول شوي، بیا هم د منځګړیتوب له لارې خوشې شوي او دوسیې یې تړل شوې دي.
یوناما لیکلي: «په ځینو مواردو کې د واکمنې ادارې امنیتي منسوبین د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو له امله نیول شوي او په ځینو مواردو کې حتی محکوم شوي، خو وروسته ډېری وخت د محکمې د راجع کولو پر بنسټ د منځګړیتوب له لارې خوشې شوي دي.»
یوناما وايي، په دغو مواردو کې د لومړنیو څېړنو یا قضايي بهیر پر مهال د قضیو د تړل کېدو یا ردولو د لاملونو په اړه لازم معلومات نه لري. دغه پرېکړې نه په عامه توګه اعلان شوې او نه هم په منظم ډول راپور شوې دي.
د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون وايي، د شکایتونو، څېړنو، پایلو او قضايي تعقیبونو په اړه د روڼو معلوماتو د نشتوالي له امله د دغو ادارو د واقعي حساب ورکونې کچه نه شي ارزول کېدای.
هغې ویلي: «د ترلاسه شویو شکایتونو، ترسره شویو څېړنو او د اړوندو واکمنو ادارو له لوري د ترسره شویو انضباطي یا قضايي اقداماتو په اړه د عامه معلوماتو محدودیت د خلکو باور کمزوری کوي او د مخنیوي اغېز راټیټوي.»
هغې زیاته کړې چې د طالبانو له اړوندو ادارو څخه یې د شکایتونو پر وړاندې د حساب ورکونې د ښه کېدو غوښتنه کړې ده.
ګانیون ویلي: «د حساب ورکونې ښه کول د واکمنو چارواکو قانوني مکلفیت دی او د حکومتولۍ د چارو د ښه والي او بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې مهم ګام دی. دغه دواړه موارد د افغانستان له ثبات او نړیوالو مسوولیتونو ته د هېواد له ژمنتیا سره مرسته کوي او له نړیوالې ټولنې سره د بیا یوځای کېدو لپاره بنسټ جوړوي.»
یوناما ټینګار کړی چې د طالبانو د امنیتي ادارو د سرغړونو اړوند شکایتونو ته رسېدنه «شفافه، د تایید وړ او کافي» نه ده.
یوناما د شکایتونو د ثبت او څېړنې لپاره د «لاسرسي وړ، خوندي او ټولشموله» میکانیزمونو د رامنځته کېدو غوښتنه کړې، څو ټولو کسانو ته، پرته له جنسیت څخه، اجازه ورکړل شي چې خپلې اندېښنې «پرته له دې وېرې چې د غچ اخیستنې یا تبعیض له اقداماتو سره مخ شي» راپور کړي.
دغه سازمان همداراز ټینګار کړی چې په ورته وخت کې باید د هغو قربانیانو، شاهدانو او افشا کوونکو ساتنه وشي چې د طالبانو د امنیتي ادارو پر ضد د شکایتونو په قضیو کې ښکېل دي.
