په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، چې د دغې ډلې له ځواکونو سره په نښته کې «څلور وسلهوال غله» وژل شوي دي.
ځدراڼ پر «ایکس» شبکې په یوه پیغام کې لیکلي چې نن سهار (دوشنبه، د زمري ۱۹مه) د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو شمېر وسلهوال کسان د غلا په موخه یوه کور ته ننوتلي وو او د طالبانو د ځواکونو له رسېدو وروسته له هغوی سره په نښته کې ښکېل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې د دغې نښتې په پایله کې «څلور وسلهوال غله په سیمه کې ووژل شول». د هغه په وینا، له دغو کسانو څخه دوه میله تومانچې هم ترلاسه شوې دي.
له دې نږدې دوه اوونۍ وړاندې هم طالبانو هم خبر ورکړی و، چې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په سیمه کې یې له خپلو ځواکونو سره په نښته کې اووه وسلهوال غله وژلي دي.
د دغو کسانو د هویت په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي.
طالبانو تر دې مخکې هم څو ځله پر غلا تورن کسان په ډزو وژلي دي؛ هغه اقدامات چې منتقدان یې «صحرایي محکمې» بولي.
دغه راز، طالبان په ځینو مواردو کې په دې هم تورن شوي چې بېګناه کسان او خپل مخالفان یې د وسلهوالو غلو په نوم وژلي دي.
