د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن (دوشنبه، ۱۹ د زمري) په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې سیالې لوبډلې افغان لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په زیان سره په ۴۶.۳ اوورونو کې د ۲۰۷ منډې هدف وټاکه.
د نننۍ لوبې پچه (ټاس) افغان لوبډلمشر رحمت شاه وګاټه او ایرلنډ ته یې د لومړۍ توپ وهنې بلنه ورکړه.
د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان او الله محمد غضنفر ۳ – ۳ ویکټې ترلاسه کړې.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د روانې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د پرلهپسې باراني ورښت له امله بېپایلې اعلان شوې وه، او د دویمې لوبې پرمهال افغان لوبډلې مقابلې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړې وه.
