ننګرهار کې د کرنې ریاست مسوولان وایي، چې د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې سختو بارانونو، ږلۍ او توپان په شاوخوا دوه زره جریبه کرنیزې ځمکې ولاړ فصلونه زیانمن کړي دي.
د کرنې ریاست څخه نن (دوشنبه، ۱۹ د زمري) د خپرې شوې خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، د دغو سېلابونو پرمهال د لوبیا، جوارو، سبزیجاتو او نورو بېلابېلو فصلونو حاصلات زیانمن شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا، دغه زیانونه د حصارک ولسوالۍ په لنګرخېل، ظریفخېل، ګلوخېل، راغه، جوکان، ناصرخېل، ممدي، ممندره، میاصاحب، ګاړي او جبه کلیو کې رامنځته شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست وايي، هڅه کوي چې د خپلو امکاناتو او د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ له زیانمنو بزګرانو سره مرسته او د هغوی ملاتړ وکړي.
په روانه میاشت کې د ننګرهار په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو بارانونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
