د امریکا فدرالي پولیسو یا افبيآی په واشنګټن کې د افغان ـ امریکايي وګړي محمودشاه حبیبي د ورکېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت ویلي، چې دغه اداره لا هم ژمنه ده چې محمودشاه حبیبي خپلو عزیزانو ته بېرته ور وګرځوي.
حبیبي په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې خپل کور ته څېرمه ورک شو. افبيآی له خلکو غوښتي چې د حبیبي د ځای او برخلیک په اړه هر ډول معلومات له دې ادارې سره شریک کړي.
په واشنګټن کې د افبيآی د ترهګرۍ ضد مبارزې د برخې مشر ځانګړي استازي مایکل بورګوالډ ویلي: «افبيآی لا هم ژمنه ده چې محمود خپلو عزیزانو ته بېرته ور وګرځوي؛ په ځانګړي ډول خپلې لور ته چې د خپل پلار له ورکېدو راهیسې، له هغې مودې چې لا یې د لومړۍ کلیزې ورځ نه وه لمانځلې، تر اوسه خپل پلار نه دی لیدلی. که د هغه د ساتل کېدو د ځای په اړه معلومات لرئ، له افبيآی سره اړیکه ونیسئ. له موږ سره مرسته وکړئ چې دا قضیه پای ته ورسوو او له موږ سره مرسته وکړئ چې دا کورنۍ بېرته سره یوځای شي.»
د افبيآی په اعلامیه کې راغلي چې حبیبي د ورکېدو پر مهال په کابل کې د مېشت مخابراتي شرکت «اسیا مشورتي ګروپ» د سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.
هغه تر دې وړاندې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
افبيآی ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه، د طالبانو استخباراتو حبیبي او د هغه موټرچلوونکی له موټر څخه ونیول او له «اسیا مشورتي ګروپ» سره د ۲۹ نورو کارکوونکو په ګډون یې بندیان کړل.
له نیول کېدو راهیسې د حبیبي په اړه هېڅ معلومات نه شته او طالبانو هم د هغه د وضعیت یا د ساتل کېدو د ځای په اړه معلومات نه دي ورکړي.
په ۲۰۲۵ کال کې په واشنګټن کې د افبيآی دفتر د حبیبي د ورکېدو په اړه د خپلو څېړنو په لړ کې د هغه د موندلو پوستر هم خپور کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعام» پروګرام د هغو معلوماتو په بدل کې چې د حبیبي د موندلو، راایستلو او بېرته ستنولو لامل شي، تر پنځه میلیونه ډالرو پورې د انعام اعلان کړی دی.
