د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) وايي، هغه بېړۍ یې له کاره غورځولې چې غوښتل یې د محاصرې په ماتولو سره د ایران جنوبي بندر ته ورسېږي.
سنتکام نن چهارشنبه، د زمري ۲۱مه، په یوه بیان کې ویلي چې د «ولانووا» په نوم دغه بېړۍ د پاناما تر بیرغ لاندې وه او غوښتل یې د عمان له خلیج څخه تېرې شي.
د سنتکام په بیان کې راغلي: «وروسته له هغې چې د بېړۍ ملکي عملې د امریکايي ځواکونو پرلهپسې خبرداریو ته پام ونه کړ، د امریکا سمندري ځواکونو یوه MH-60 چورلکې د هلفایر دوه توغندي د بېړۍ د انجن خونې ته وتوغول.»
سنتکام ویلي چې دغه بېړۍ له کاره لوېدلې او نور د ایران پر لوري په حرکت کې نه ده.
د بریتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو سازمان هم تایید کړې چې یوه بېړۍ د پاکستان له ساحل څخه ۷۱ سمندري میله لرې، په داسې حال کې چې د عمان په خلیج کې لوېدیځ لوري ته روانه وه، د شا له برخې او د قوماندې له خونې سره نږدې د توغندي په وسیله ویشتل شوې ده.
دغه سازمان په یوه بیان کې ویلي چې د بېړۍ عملې ته زیان نه دی اوښتی.
سنتکام وايي، د ایران پر وړاندې سمندري محاصره په پوره ځواک پلي کوي او تر اوسه یې ۵۵ سوداګریزې بېړۍ اړې کړې دي چې خپل مسیر بدل کړي.
