یوناما: د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه او ترهګري د افغانستان د بیارغونې خنډونه دي

Oplus_131072

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) دفتر د طالبانو واک ته د بېرته رسېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه بیان کې ویلي، چې پر ښځو او نجونو د لګېدلو زیاتېدونکو او زیانمنو محدودیتونو او د ترهګرۍ په اړه دوامدارو اندېښنو، افغانستان د جګړې وروسته د بیارغونې او پرمختګ پر لور له حرکت څخه راګرځولی دی.

د یوناما په وینا، د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه د نړیوال تعامل او پانګونې د پراختیا پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی. همدارنګه د ترهګرۍ اړوند اندېښنو له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې لا پېچلې کړې دي.

یوناما په هغه بیان کې چې نن، پنج‌شنبه، د زمري په ۲۲مه خپور شوی، ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه کېدو یوه دوره تجربه کړې، خو طالبان باید د دوامدار ثبات د رامنځته کولو لپاره مهم ګامونه پورته کړي.

یوناما ویلي چې د جګړو کمېدو د ډېرو افغانانو لپاره عملي ګټې لرلې او د بیارغونې، پرمختګ او سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ پر تمرکز یې زمینه برابره کړې ده. د دې ادارې په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې د مثبتو اقداماتو له ډلې یو هم د کوکنارو د کښت بندیز دی.

خو د ملګرو ملتونو دفتر ویلي چې پر ښځو او نجونو د لګېدلو زیاتېدونکو او زیانمنو محدودیتونو او د ترهګرۍ په اړه دوامدارې اندېښنې لا هم د افغانستان د جګړې وروسته د بیارغونې او هغه پرمختګ پر وړاندې خنډ دي چې نړیواله ټولنه یې ملاتړ کوي.

د یوناما په وینا، نړیواله ټولنه غواړي چې افغانستان له خپل ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وي، له نړیوالې ټولنې سره په بشپړه توګه یوځای شي او خپلو نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیالې او د یوناما سرپرستې، جورجیت ګانیون، ویلي: «تېر پنځه کلونه ښيي چې افغانان له څو لسیزو جګړو وروسته سولې او ثبات ته ډېر ارزښت ورکوي.»

هغې زیاته کړې: «خو دوامداره سوله او سوکالي یوازې د جګړې په نشتوالي سره نه رامنځته کېږي. د افغانستان راتلونکی د داسې یوې ټولنې په جوړولو پورې تړلی دی چې د ټولو افغانانو حقونه او وړتیاوې پکې تحقق ومومي او بنسټونه یې ځواب‌ویونکي او مسوول وي.»

ګانیون ویلي: «د افغانانو، سیمې او نړیوالې ټولنې ګډ هدف روښانه دی. دې هدف ته د نږدې کېدو لپاره، د بالفعل واک چارواکي باید پر ښځو او نجونو محدودیتونه لغوه کړي، څو هغوی وکولای شي په زده‌کړو، کار او عامه ژوند کې بشپړ ګډون وکړي، د اساسي حقونو او آزادیو ساتنه وکړي او د امنیت او ترهګرۍ په اړه نړیوالو اندېښنو ته رسیدګي وکړي. دا د نړیوالې ټولنې غوښتنې او د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او سوکالۍ لپاره بنسټیزې پانګونې دي.»

یوناما ویلي چې د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو سخت محدودیتونه لا هم ژور ټولنیز او اقتصادي زیانونه لري او په لنډمهال او اوږدمهال کې د افغانستان خلکو ته زیان رسوي.

طالبانو ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار او د تګ راتګ له آزادۍ څخه محرومې کړې دي. په تېرو پنځو کلونو کې، سره له نړیوالو نیوکو، طالبانو خپل محدودیتونه لا سخت کړي دي.

د یوناما په وینا، دغه محدودیتونه لا هم د نړیوال تعامل او پانګونې د پراختیا پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.

د ملګرو ملتونو دفتر زیاته کړې چې د ترهګرۍ اړوند اندېښنو له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې لا پېچلې کړې دي.

یوناما ویلي: «که څه هم د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ مهمو تعاملاتو ځینې اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي، خو دوامدار ثبات د نړیوالې ټولنې پراخ تعامل ته اړتیا لري، څو هغو بېلابېلو ګواښونو ته رسیدګي وشي چې د افغانستان او سیمې او له هغې هاخوا د اوږدمهاله ثبات لپاره خطر بلل کېږي.»

یوناما له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره خپل اصول‌محور او عملي تعامل ته دوام ورکړي؛ داسې تعامل چې د دې ادارې په وینا، د افغانانو له غوښتنو ملاتړ وکړي او په اوږدمهال کې د وضعیت د ښه والي، بیارغونې او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا ادغام لپاره هر اړخیزه تګلاره وړاندې کړي.

د یوناما په بیان کې راغلي چې ملګرو ملتونو له ۲۰۲۱ کال راهیسې له طالب چارواکو سره خپل تعامل ته دوام ورکړی او د بشري مرستو او د بنسټیزو خدمتونو د وړاندې کولو له لارې یې د افغانستان له خلکو ملاتړ کړی دی.

د یوناما په وینا، دغو اقداماتو د یوه کچې ثبات په رامنځته کولو کې مرسته کړې او د بشري حقونو د درناوي او د ټولو افغانانو د ګډون پر بنسټ یې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د بیا ادغام لپاره روښانه لاره ترسیم کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته