په بدخشان کې نښته؛ طالبانو د نسي ولسوالۍ پر بازار هوايي برید کړی او د جمعه‌خان فاتح کسانو شاتګ کړی

Oplus_131072

سرچینې راپور ورکوي چې د بدخشان د نسي ولسوالۍ د طالبانو او د دې ډلې د ناراضي قوماندان جمعه‌خان فاتح د کسانو ترمنځ د نښتو په دوام کې، د طالبانو یوې چورلکې د دې ولسوالۍ نوی بازار هوايي برید کړی دی.

یوه سرچینه «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته ویلي، چې نن سهار وختي د نښتې کرښه د نسي ولسوالۍ په بازار کې وه، خو د فاتح ځواکونو د بازار د ویجاړېدو د مخنیوي لپاره د «دوآبګي» پله سیمې ته شاتګ کړی دی.

د سرچینې په وینا، اوس هم په همدې سیمه کې نښته روانه ده.

تر اوسه د دې نښتې د مرګ‌ژوبلې په اړه کره شمېرې او معلومات نه دي ترلاسه شوي.

په بدخشان کې د طالبانو ځايي چارواکو هم تر اوسه د نښتې او مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې ویلي چې په پرونیو نښتو کې د جمعه‌خان فاتح څلور کسان او د طالبانو اته غړي وژل شوي دي.

د طالبانو له منځه سرچینو هم له رسنیو سره په خبرو کې له د فاتح د کسانو سره نښته تایید کړې ده.

بي‌بي‌سي د طالبانو په حکومت کې د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې په پرونۍ نښته کې د طالبانو یو غړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

دغه سرچینه، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ادعا کړې چې په دې نښته کې د جمعه‌خان فاتح ۱۰ کسان هم وژل شوي دي.

خو له ښاغلي فاتح سره نږدې یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي، چې د طالبانو ځانګړو ځواکونو په دې نښته کې «درنه مرګ‌ژوبله» لیدلې ده.

څو میاشتې مخکې په بدخشان کې د طالبانو او د دې ډلې د تاجک قوماندان جمعه‌خان فاتح ترمنځ د اختلافاتو او ترینګلتیا راپورونه ورکړل شوي وو.

ښاغلي فاتح څو ځله له طالبانو سره خپل اختلاف رد کړی او په دې وروستیو کې کابل ته هم تللی و.

ویل کېږي چې د طالبانو د پوځ لوی درستیز، فصیح‌الدین فطرت، هڅه کوي د طالبانو او جمعه‌خان فاتح ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته