په مزارشریف ښار کې د هلکانو د ښوونځیو زدهکوونکي او ښوونکي وايي، د ښوونځیو مدیرانو زدهکوونکو ته ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت باید سړکونو ته ووځي، که نه نو له مجازاتو سره به مخ شي.
ټاکل شوې چې طالبان د راتلونکې شنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) د دې ډلې د واک ته رسېدو پنځمه کلیزه ونمانځي.
په بلخ کې د طالبانو چارواکو د ښوونځیو مدیرانو ته ویلي چې زدهکوونکي دې له سپینو بیرغونو سره د مزارشریف ښار سړکونو ته وباسي.
د ښوونځیو مدیرانو نن (چهارشنبه، د زمري ۲۱مه) زدهکوونکو ته خبرداری ورکړی چې د زمري په ۲۴مه په مراسمو کې ګډون کول اجباري دي.
ځینې زدهکوونکي وايي، ورته ویل شوي چې هغه کسان چې د طالبانو په ملاتړ په لاریون کې ګډون وکړي، تشویقي نمرې به ترلاسه کړي؛ خو هغه کسان چې ګډون ونه کړي، ۱۰ ورځې غیرحاضر به حسابېږي.
د زدهکوونکو په وینا، ښوونکو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې د طالبانو په ملاتړ په لاریون کې ګډون وکړي، که نه نو شپږ ورځې غیرحاضر به حسابېږي.
د راتلونکې شنبې ورځ د کابل د سقوط او د طالبانو له خوا د واک تر نیولو پنځمه کلیزه ده.
طالبانو د راتلونکې شنبې ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
