صوفیا محمدزۍ، د «سلام وطندار» راډیو پخوانۍ خبریاله، له سرطان ناروغۍ سره له کلونو مبارزې وروسته د کابل په یوه روغتون کې مړه شوې ده.
«سلام وطندار» راپور ورکړی چې مېرمن محمدزۍ د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۱مه، مړه شوې ده.
صوفیا څو کاله له «سلام وطندار» راډیو سره د خبریالې، ویاندې او پروډیوسرې په توګه کار کړی و او له یو شمېر نورو رسنیو سره یې هم همکاري کړې وه.
«سلام وطندار» هغه «هڅانده، ژمنه او مسووله خبریاله» بللې ده.
د دې رسنۍ په راپور کې د نوموړې د نږدې کسانو له قوله ویل شوي چې صوفیا له کلونو رسنیز کار وروسته پر سرطان اخته شوه او ملګرو یې د هغې د درملنې د لګښتونو د برابرولو لپاره د انلاین مرستو راټولولو کمپاین هم پیل کړی و.
د بې پولې خبریالانو سازمان وايي، د ښځو د خبریالۍ او رسنیو په برخه کې د طالبانو له لوري د سختو محدودیتونو له لګولو وروسته، شاوخوا ۸۰ سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
