کارولین لیویت، د سپینې ماڼۍ ویانده، د ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې په حکومت کې د اړیکو له هغو لوړپوړو چارواکو څخه ده چې په تېرو نږدې یو کال کې یې له خپلې دندې استعفا کړې ده.
۲۸ کلنې لیویت د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۲۱مه، اعلان وکړ چې له ټرمپ ادارې سره له شاوخوا یو نیم کال کار وروسته له خپلې دندې لاس اخلي.
هغې پر «اېکس» د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې دا پرېکړه یې د خپلو ماشومانو د پالنې او پاملرنې لپاره کړې ده.
کارولین لیویت سږ کال شاوخوا دوه نیمې میاشتې د زېږون په رخصتۍ کې وه او یوه لور یې وزېږوله چې نوم یې «ویویانا» کېښود.
لیویت د رخصتۍ له پای ته رسېدو یوه میاشت مخکې بېرته سپینې ماڼۍ ته ستنه شوه او خپل کار یې پیل کړ.
نوموړې وايي، دغه پرېکړه د دې لامل شوه چې د خپل ژوند «تر ټولو له ننګونو ډک پړاو» تجربه کړي.
هغې ویلي، له خپلې لور له زېږون وروسته سپینې ماڼۍ ته د بېرته ستنېدو له وخته یې په زړه کې دا احساس درلود چې د کار لپاره د ډېر وخت، انرژۍ او پاملرنې ځانګړي کول به یې د خپلو دوو کوچنیو ماشومانو لپاره د هغې د اړتیا وړ ښه مور کېدو مخه ونیسي.
کارولین لیویت لیکلي: «له خپلې لور له زېږون وروسته سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو راهیسې، په زړه کې مې احساس کړی چې نه شم کولای د خپلو دوو کوچنیو ماشومانو لپاره هغه غوره مور واوسم چې هغوی یې مستحق دي؛ ځکه د سپینې ماڼۍ د ویاندې د دندې لپاره اړین وخت، انرژي او دوامداره پاملرنه ځانګړې کوم. له همدې امله مې په پای کې دا ترخه او خوږه پرېکړه وکړه چې سپینه ماڼۍ پرېږدم او د خپل ژوند نوی پړاو پیل کړم.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د لیویت د استعفا موضوع تایید کړې او ویلي یې دي، چې نوموړې به د اګست تر پای پورې له خپلې دندې ووځي.
ټرمپ د لیویت د استعفا دلیل هم د خپلو ماشومانو پالنه بللې او پر «ټروت سوشل» یې لیکلي، چې لیویت له دندې استعفا کوي څو وکولای شي له خپلو کوچنیو ماشومانو او کورنۍ سره ډېر وخت تېر کړي.
تر لیویت وړاندې هم د سپینې ماڼۍ څو نورو چارواکو استعفا کړې وه.
د سپینې ماڼۍ د اړیکو په برخه کې، د ۲۰۲۵ کال په اګست کې د ویاند مرستیال هریسن فیلډز او د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د ډونالډ ټرمپ د دفتر د اړیکو مسوول ټیلر بودویچ له خپلو دندو استعفا کړې وه.
