د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، کاظم غریبآبادي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تازه څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د هرمز تنګی به نه د ټویټ او نه هم د الوتکو وړونکې بېړۍ په وسیله د امریکا قلمرو شي.
غریبآبادي نن (شنبه، د زمري ۲۴مه) پر «اېکس» ټولنیزې شبکې لیکلي، چې امریکا باید دا حقیقت ومني چې له ایران سره په جګړه کې یې ستراتیژیکه او درنه ماتې خوړلې ده.
هغه ویلي، د هرمز تنګی «ایراني و، دی او پاتې به شي».
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لیکلي: «د هرمز تنګی نه په ټویټ نیول کېدای شي او نه د الوتکو وړونکې بېړۍ په وسیله؛ نه د فرمان په صادرولو او نه هم د انتخاباتي وینا له لارې. ایران نه له ګواښ څخه وېرېږي او نه د ځواک له نندارې څخه ډارېږي.»
هغه زیاته کړې: «یو ځل او د تل لپاره دا حقیقت ومنئ: تر دې دمه مو ستراتیژیکې او درنې ماتې خوړلې دي؛ د هرمز تنګی ایراني و، دی او پاتې به شي؛ دا تنګی به یوازې د ایران په امر تړل او پرانیستل کېږي.»
غریبآبادي ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې ویلي: «تر هغه چې د خپلې ماتې حقیقت ونه منئ او له خیالپلوۍ لاس وانخلئ، ایران به خپل محاصره کوونکی اقدام ته دوام ورکړي.»
ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، د جمعې په ماښام (د زمري ۲۳مه) په نیویارک کې په خپله وینا کې داسې څرګندونې وکړې چې د هغه له پخوانیو دریځونو سره په بشپړه توګه توپیر لري.
ټرمپ وویل: «وروسته له دې چې د ایران ماتول بشپړ کړو… ډېر ژر به د هرمز تنګی د امریکا د متحده ایالاتو قلمرو اعلان کړم.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر د کښتیو د تګ راتګ پر مخ د هرمز تنګي د پرانیستي ساتلو ټینګار کاوه او د دې نړیوالې اوبو لارې د کنټرول لپاره یې د ایران هڅې غندلې.
خو دا لومړی ځل دی چې ټرمپ په رسمي ډول د هرمز تنګي د امریکا د قلمرو له برخې ګرځولو خبره کوي.
