د پاکستان د پولې له تړل کېدو سره سره، د نړیوالو بشري مرستو څه باندې ۷۰۰ لارۍ د پاکستان له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویاندې، اولګا چروکو، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې په دې کاروان کې «خوراکي توکي او نور حیاتي بشري مرستندویه مواد» شامل وو.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د دایمي استازي او د بشري چارو د همغږي کوونکي، مو یحیی، په ایکس کې لیکلي: «۷۲۴ لارۍ چې بشري مرستې یې لېږدولې، د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شوې او هغو کورنیو ته ورسېدې چې تر ټولو ډېره اړتیا یې ورته لرله.»
هغه له اسلاماباد او «له ټولو هغو کسانو چې د دې حیاتي بشري مرستو د لارې د پرانیستې ساتلو زمینه یې برابره کړه» مننه کړې ده.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې، چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکنۍ پولې د نږدې بشپړ تړل کېدو لامل شوې، د بشري مرستو د لېږد لارې سختې اغېزمنې کړې دي.
د پاکستان له پولې تر تړل کېدو وروسته، بشري مرستې د ایران له لارې لېږدول کېدې؛ خو د هرمز تنګي له تړل کېدو او د ایران او امریکا له جګړې وروسته، دغه لاره هم بنده شوه.
سره له دې، پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د ځنډولو ترڅنګ، افغانستان ته د بشري مرستو د ترانزیټ اجازه ورکړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تر دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان د پولو او د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله، ۴۰۰ ټنه غني شوي بسکټونه، چې ۱۵ زره کیلومتره یې سفر کړی او له نهو هېوادونو تېر شوي، افغانستان ته رسېدلي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان ته د مرستو د انتقال لاره اوږده او ستونزمنه شوې ده.
دغه پروګرام په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې که د افغانستان او پاکستان د پولو بندښت دوام وکړي او په منځني ختیځ کې کړکېچ لا پسې زیات شي، نو په افغانستان کې به نور ۲.۳ میلیونه کسان هم د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.
د خوړو نړیوال پروګرام د اګست میاشتې په پیل کې خبرداری ورکړی و چې سږ کال په افغانستان کې د ماشومانو حاد خوارځواکي بحراني کچې ته رسېدلې ده.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په تېر کال کې له مرګژوبلې ډکو زلزلو، سږ کال له څو سختو اقلیمي پېښو، او له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو د بېرته راستنېدو وروسته، نږدې ۱۴ میلیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخ دي.
