د ننګرهار روغتیا مسوولان د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د ګوزڼ له منځه وړلو سراسري کمپاین د پیل خبر ورکوي.
د ننګرهار د عامې روغیتا لپاره د طالبانو رییس مولوي امین الله شریف نن (دوشنبه، ۲۶ د زمري) د کمپاین د پیل پرمهال ویلي، چې په دې اووه ورځني کمپاین کې له پنځو کلونو نه کمعمرو ۹۸۰ زره ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکول کېږي.
د هغه په خبره، د اوسني ګوزڼ واکسین کمپاین پرمهال د درې زره ښځو په ګډون شپږ زره کارکوونکي د واکسین په تطبیق کولو بوخت دي او د واکسین دغه څاڅکي په ټولو ولسوالیو کې تطبیق کېږي.
د نوموړي د مالوماتو له مخې، روان میلادي کال په ننګرهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي او هڅه کوي دا کچه صفر ته راټېټه کړي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هېوادونه دي، چې تر اوسه د پولیو ویروس په لمنځه وړلو نه دي بریالي شوي.
