د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د «مکې دفاعي تړون» له لاسلیک کېدو خوښي څرګنده کړې ده.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) په «ټروت سوشیال» کې د یوې خپرې کړې پیغام له لارې دغو درېیو هېوادونو ته د مکې تړون د لاسلیکولو له امله مبارکي ورکړې ده.
د امریکا ولسمشر لیکلي دي: «زه ډېر خوښ یم چې وینم سعودي عربستان، ترکیه او پاکستان په دې وروستیو کې، بالاخره، د مکې د ګډې دفاع تړون لاسلیک کړی دی.»
هغه زیاته کړې چې د دغه تړون لاسلیک کېدل ښيي چې «منځنی ختیځ څنګه د یووالي پر لور روان دی او هېوادونه به بالاخره وکولای شي په ډېرې معنا لرونکې توګه له خپل ځان څخه دفاع وکړي.»
ټرمپ په سیمه کې د مسلمان هېوادونو د لومړۍ دفاعي اتحادیې جوړېدل «یو لوی، زړور او مهم ګام» بللی او دغو هېوادونو ته یې مبارکي ویلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ځینو کارپوهانو د دغه دفاعي اتحاد رامنځته کېدل د خلیج هېوادونو له لوري د امریکا پر دفاعي توان د اتکا په اړه د ناهیلۍ نښه بللې وه.
له دې ډلې څخه نواف عبیداز، چې د لندن د کینګز کالج د جګړې د مطالعاتو په څانګه کې لوړپوړی څېړونکی دی، تېره اوونۍ د الجزیرې په وېبپاڼه کې لیکلي چې د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د مکې دفاعي تړون په سیمه کې د یوه نوي امنیتي جوړښت او «له امریکا وروسته منځني ختیځ» پر لور یو ګام دی.
ښاغلی عبیداز باور لري چې له ایران سره جګړې د خلیج په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو زیانمنېدنه څرګنده کړه او له همدې امله د خلیج هېوادونه، په ځانګړې توګه سعودي عربستان، هڅه کوي چې پر امریکا له اتکا پرته نورې لارې هم ولټوي.
د مکې د دفاعي تړون بنسټګر هم سعودي عربستان بلل شوی؛ هغه هېواد چې د امریکا او اسرائیل له لوري له ایران سره د جګړې پر مهال څو ځله د ایران د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو هدف وګرځېد. د دې ترڅنګ، د تېلو او ګازو د صادراتو او د هرمز له تنګي څخه د وارداتو بهیر هم له خنډونو سره مخ شوی دی
