د عراق د کردستان سیمې چارواکو ویلي، چې نن سهار (دوشنبه، د زمري ۲۶مه) دوو ایراني بېپیلوټه الوتکو د کردستان د سیمې د لومړي وزیر پر دفتر او د دې سیمې د استخباراتو د ادارې د مشر پر کور برید کړی دی.
د کردستان سیمې لومړي وزیر، مسرور بارزاني، په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې په یوه خپاره کړي پوسټ کې ویلي: «د کردستان سیمې د ترهګرۍ ضد ادارې له څېړنو وروسته څرګنده شوه چې نن زما شخصي دفتر او د امنیت او استخباراتو د ادارې د مشر کور د ایران د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.»
هغه زیاته کړې: «دا د کړکېچ خطرناک زیاتوالی او د کردستان سیمې د امنیت او ثبات پر وړاندې مستقیم ګواښ دی.»
د کردستان سیمې د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي، چې په دې برید کې هېڅوک وژل شوي یا ټپیان شوي نه دي.
دې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي: «د حديد-۱۱۰ ډوله دوه چاودېدونکي بېپیلوټه الوتکې د ایران له خاورې څخه د کردستان سیمې د لومړي وزیر د شخصي دفتر او د پاراستین ادارې د مشر د استوګنې ځای پر لور وتوغول شوې.»
په منځني ختیځ کې د جګړې له پیل راهیسې، د عراق د کردستان سیمه، چې امریکايي ځواکونه، بهرني د تېلو شرکتونه او په جلاوطنۍ کې د ایران مخالفې ډلې پکې مېشتې دي، له تهران او په عراق کې له ایران سره نږدې وسلهوالو ډلو له لوري تر زرو ډېر ځله د بریدونو هدف ګرځېدلې ده.
د کردستان د سیمې پر مرکز اربیل ښار د بېپیلوټه الوتکو الوتنې څو ځله شنډې شوې دي. ځینو نورو بریدونو بیا د ایران د مخالفو ډلو پر مرکزونو او د امریکا پر ګټو تمرکز کړی دی.
تهران په جلاوطنۍ کې مېشتې کردي مخالفې ډلې تورنوي چې د لوېدیځ او اسرائیلو په ګټه فعالیت کوي. ایران ان هغه مهال هم، چې د اپرېل په میاشت کې په سیمه کې اوربند اعلان شو او وروسته له منځه ولاړ، د دغو ډلو پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.
دغو ډلو د جګړې له پیل راهیسې په کردستان سیمه کې خپل ډېری مرکزونه او کمپونه تخلیه کړي دي.
د جولای په ۱۷مه، د کردستان سیمې په ختیځ کې سلیمانیه ښار ته څېرمه د بېپیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو له امله ۹ کسان ووژل شول.
