«د افغانستان د آزادۍ جبهه» وايي، ځواکونو یې پرون د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ په سیمه کې له طالبانو سره د نښتې پر مهال د جګړې په لومړۍ کرښه کې پرمختګ کړی او د طالبانو ځینې سنګرونه یې نیولي دي.
دې جبهې نن سهار (دوشنبه، د زمري ۲۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پرونیو نښتو پر مهال شپږ طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
«د افغانستان د آزادۍ جبهه» زیاتوي چې ځواکونو یې د جګړې لومړۍ کرښه ماته کړې او د درنو وسلو په کارولو سره یې د طالبانو پر مورچو بریدونه کړي، چې له امله یې دې ډلې ته درانه تلفات اوښتي دي.
د دې جبهې په ادعا، د پرونۍ نښتې په پایله کې شپږ طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. د دوی په وینا، ټپیان د زیباک ولسوالۍ کلینیک او د فیضآباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.
«د افغانستان د آزادۍ جبهه» وايي، سره له دې چې طالبانو له فیضآباد او د بدخشان له نورو ولسوالیو څخه زیباک ته د جګړې کرښو پر لور ځواکونه استولي، خو ونه توانېدل چې د دې جبهې د ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې «طالبان په څو ځایونو کې شاتګ ته اړ کړل شوي او د هغوی سنګرونه او دفاعي تأسیسات د [آزادۍ] جبهې د کومانډو ځواکونو لاس ته لوېدلي دي.»
طالبانو تر اوسه په زیباک کې د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو لوړپوړو چارواکو، له ډلې یې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد او د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، له بهرنیو رسنیو سره په هغو مرکو کې چې د کابل د نیولو د پنځمې کلیزې په مناسبت یې ترسره کړې دي، په زیباک کې د «افغانستان د آزادۍ جبهې» حضور رد کړی دی.
خو دې جبهې په تېرو دوو ورځو کې د زیباک په غرنیو سیمو کې د خپلو ځواکونو ویډیوګانې خپرې کړې دي، چې په کې دغه ځواکونه د سپکو او درنو وسلو په ډزو بوخت لیدل کېږي.
