د بریتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو سازمان وايي، یوه بېړۍ د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو پر مهال تر برید لاندې راغلې او د هغې د عملې یو غړی وژل شوی دی.
دغه سازمان نن سهار (سېشنبه، د زمري ۲۷مه) د پېښې خبر ورکړی، خو دا یې نه دي ویلي چې بېړۍ په دقیق ډول څه وخت په نښه شوې ده.
د بریتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو سازمان ویلي، د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، پر دغې بېړۍ د یوه نامعلوم توغندي/پرتاب شوي توکي برید شوی او د بېړۍ د انجن خونه زیانمنه شوې ده.
په دې پېښه کې د بېړۍ د عملې یو غړی وژل شوی او د عمان ساحلي ساتونکي ځواکونه د بېړۍ د نورو سپرلیو او عملې د ایستلو په حال کې دي.
د دغه سازمان په وینا، تر اوسه د دې پېښې له امله د «چاپېریال د زیان» هېڅ راپور نه دی ورکړل شوی او چارواکي د پېښې په اړه څېړنې کوي.
د ایران او امریکا ترمنځ د روانو کړکېچونو له امله د هرمز په تنګي کې بېړۍچلونه ګډوډ شوي دي. د جګړې له پیل مخکې به هره ورځ د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل او ګاز له دې اوبو لارې تېرېدل او هره ورځ به شاوخوا ۱۳۰ لویې سوداګریزې بېړۍ له دې تنګي څخه تېرېدلې. خو اوس د بېړیو تګ راتګ تر «ګوتو په شمېر» محدود شوی، چې همدا لږ شمېر بېړۍ هم د برید له ګواښ سره مخ دي.
تر دې وړاندې ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو د شویو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیسته، خو په وروستیو اوونیو کې یې په رسمي ډول د هېڅ برید مسؤلیت نه دی منلی. یوازې د دغه هېواد چارواکي وايي چې د هرمز تنګی د دوی تر کنټرول لاندې دی.
