په غزني کې د ځمکې پر سر د خلکو او طالبانو په نښته کې یو کس وژل شوی

Oplus_131072

په غزني کې سرچینې وايي، د خلکو او د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره د طالبانو د کمېسیون ترمنځ د نښتې په پایله کې د ښاروالۍ د بلدوزر چلوونکی وژل شوی دی.

دا نښته پرون، سه‌شنبه، د زمري په ۲۷مه، د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه جوز په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، د سیمې اوسېدونکو د ښاروالۍ او د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د فعالیتونو پر وړاندې مقاومت کړی و. دغه کمېسیون هڅه کوله هغه ځمکې بېرته ترلاسه کړي چې د «امارتي» ځمکو په توګه تثبیت شوې دي. خلکو د کمېسیون پر غړو ډبرې هم ویشتلې دي.

خپاره شوې ویډیوګانې ښيي چې خلک د بلدوزر او د طالبانو پر رنجر موټر ډبرې ولي.

سرچینې وايي، د غزني ښاروالۍ د بلدوزر چلوونکی د یوې ډبرې د لګېدو له امله سخت ټپي او وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم دغه نښته تایید کړې او ویلي یې دي چې د ځمکې د مالکیت پر سر د ځمکو د غصب د مخنیوي د کمېسیون او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو ترمنځ لومړی لفظي شخړه رامنځته شوه او وروسته خلکو پر یوه «کرېن» چلوونکي ډبرې وویشتلې.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ټپي چلوونکی د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوی و، خو د ټپونو د شدت له امله یې ساه ورکړې ده.

د غزني د طالبانو امنیه قوماندانۍ زیاته کړې چې د پېښې په تړاو څو مشکوک کسان نیول شوي او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

طالبان په ټول هېواد کې د هغو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو بهیر په چټکۍ سره پر مخ وړي چې دوی یې غصب شوې ځمکې بولي. دې ډلې تر اوسه څو ښارګوټي دولتي اعلان کړي دي؛ خو د ځینو ښارګوټو مالکین وايي چې د خپلو ځمکو قانوني اسناد لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته