د «افغانستان د ازادۍ جبهې» په وینا، په بدخشان کې د طالبانو د والي پر دفتر او د دې ډلې پر یوه پوسته راکټي بریدونه شوي دي.
د دې جبهې د خبرپاڼې له مخې، دغه برید د چهارشنبې په شپه (د زمري ۲۸مه) شوی او د دوی ځواکونو له طالبانو سره شاوخوا نیم ساعت جګړه کړې ده.
«افغانستان د ازادۍ جبهې» ویلي، د دغو بریدونو په پایله کې د طالبانو څلور غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه د «افغانستان د ازادۍ جبهې» د دغې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
په دې وروستیو کې په بدخشان کې د دغې جبهې پوځي فعالیتونه زیات شوي دي؛ خو طالبان د خپلو مخالفانو فعالیتونه کم ارزښته بولي او وایي چې هغوی نه شي کولای د دې ډلې حکومت له ننګونې سره مخ کړي
