«د افغانستان متحدې جبهې» وایي، ځواکونو یې په کندهار کې پر طالبانو په یوه هدفي برید کې د دې ډلې دوه غړي وژلي دي.
دې جبهې نن (شنبه، د زمري ۳۱مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه برید تېره ورځ د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې ترسره شوی دی.
«د افغانستان متحدې جبهې» ویلي، چې په دغه برید کې د طالبانو دوه غړي وژل شوي دي.
دې جبهې تېره ورځ هم خبر ورکړی و، چې د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یې د طالبانو د استخباراتو یو غړی وژلی دی.
طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.
