د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، له امریکا سره باید له «نه جګړې، نه سولې» له حالت څخه ووځو

Oplus_131072

پزشکیان پرون (شنبه، ۳۱ د زمري) د «ډاکټرانو د ورځې» د نمانځنې په مراسمو کې وویل چې د ایران پخواني مشر، علي خامنه‌يي، هم تر وژل کېدو مخکې له دغه حالت څخه پر وتلو ټینګار کړی و.

هغه زیاته کړه چې خامنه‌يي په خپلو لیدنو او ویناوو کې په ښکاره ویلي وو: «باید له دې نه جګړې، نه سولې له حالت څخه ووځو.»

پزشکیان وویل، د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره باید د «تدبیر، مصلحت، حکمت او عزت» پر بنسټ پرېکړه وشي.

هغه وویل: «داسې نه ده چې د دښمن پر وړاندې په ذلت سره شاته شو او سر ټیټ کړو. موږ کولای شو په ځواک، خو له منطق سره، کښېنو او خپلې ستونزې حل کړو.»

د ایران ولسمشر داسې مهال له «نه جګړې، نه سولې» له حالت څخه پر وتلو ټینګار کوي چې دغه هېواد له امریکا سره سږ کال څو ځله شخړه او اوربند تجربه کړی، خو لا هم وضعیت نازک پاتې دی.

په دې وروستیو ورځو کې، چې پوځي نښتې نه شته، امریکا د سمندري محاصرې د دوام ترڅنګ پر ایران د اقتصادي عملیاتو د پیل اعلان کړی دی.

په مقابل کې، ایران ادعا کوي چې د هرمز تنګی یې تړلی ساتلی او د دې لپاره چمتووالی نیسي چې ګاونډي هېوادونه د امریکا له اعلان شویو اقتصادي عملیاتو سره یوځای کېدو ته پرېنږدي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضایي پرون خبرداری ورکړ چې که ګاونډي هېوادونه د امریکا له اعلان شوو اقتصادي عملیاتو سره یوځای شي، د هغوی تېل او ګاز به د هرمز له تنګي تېرېدو ته پرېنښودل شي.

هغه وویل، که کوم هېواد د «ایران پر وړاندې په اقتصادي جګړه» کې ګډون وکړي، ایران به اجازه ورنه کړي چې «حتی یو څاڅکی تېل» د هرمز له تنګي او خلیج فارس څخه بهر شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته