«د افغانستان د ملي مقاومت جبهې» له افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) او نړیوالې بشري حقونو ټولنې څخه غوښتنه کړې، چې د طالبانو له لوري د دې جبهې د وژل شوي قوماندان، حسیب پنجشیري، د جسد د بېحرمتۍ په اړه څېړنه وکړي.
د مقاومت جبهې سیاسي مسوول عبدالله خنجاني نن (یکشنبه، ١ د وږي) پر اېکس په یوه پیغام کې لیکلي چې د طالبانو دغه اقدام د نړیوال بشردوستانه قانون، په ځانګړې توګه د ژنیو کنوانسیونونو د ګډې درېیمې مادې، جدي سرغړونه ده او د جنګي جرم مصداق ګڼل کېږي.
هغه ویلي چې د مقاومت جبهه د یوه خپلواک او بېړني تحقیق غوښتنه کوي، څو حسابورکونه تضمین، د انسان کرامت خوندي او د نړیوالو حقوقي اصولو او معیارونو ساتنه وشي.
حسیب پنجشیري، چې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» له قوماندانانو څخه و، او دوه ملګري یې تېره پنجشنبه د طالبانو په یوه کمین کې په سالنګ کې ووژل شول.
خپرو شوو ویډیوګانو کې ښکاري چې د طالبانو غړي د حسیب پنجشیري له جسد سره بېحرمتي کوي. د طالبانو دغه اقدام له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
په بدخشان کې هم د طالبانو جنګیالیو د جمعهخان فاتح، چې د دې ډلې ناراضي قوماندان و، د وژل شویو کسانو له جسدونو سره بېحرمتي کړې ده. په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو ښيي چې د طالبانو یو غړی پر یوه جسد، چې ظاهراً د یوه سپینږیري سړي دی، پښه ږدي.
