ایران: د هرمز تنګي د ماینونو پاکولو په اړه د امریکا ادعا تبلیغاتي دروغ دي

Oplus_131072

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، کاظم غریب‌آبادي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو د هرمز تنګی په بشپړه توګه له سمندري ماینونو پاک شوی دی. هغه دا ادعا «تبلیغاتي دروغ» بللي دي.

غریب‌آبادي د سې‌شنبې په ورځ (د وږي ۳مه) د ایران او امریکا د جګړې په اړه په یوه مفصله مرکه کې ویلي چې که د امریکا د ماین پاکولو بېړۍ هرمز تنګي ته داخلې شي، هدف به وګرځول شي.

هغه ویلي: «که امریکا رښتیا هم د ماینونو پاکولو اقدام کړی وي، نو ولې تر اوسه هېڅ بېړۍ نه شي کولای د هرمز له تنګي تېرې شي؟ دا ادعاوې له تبلیغاتي دروغو پرته بل څه نه دي.»

هغه زیاته کړې: «که د امریکا د ماین پاکولو بېړۍ سیمې ته داخلې شي، زموږ لپاره به ډېر ښه هدفونه وي.»

د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوه ورځ مخکې اعلان کړی و چې د هرمز تنګی په بشپړه توګه له ماینونو پاک شوی او د بېړیو د تګ راتګ لپاره خوندي دی.

ټرمپ په «ټروت سوشل» کې په یوه پیغام کې ویلي چې د امریکا سمندري ځواکونو په هرمز تنګي کې ځای پر ځای شوي ټول سمندري ماینونه یا له منځه وړي او یا یې چاودولي دي.

هغه خبرداری ورکړی چې هره بېړۍ یا کښتۍ چې د نویو ماینونو د ځای پر ځای کولو هڅه وکړي، سمدستي او په منظم ډول به له منځه یووړل شي.

له بلې خوا، په تېرو دریو میاشتو کې ایران او عمان د هرمز تنګي د کنټرول او مدیریت په اړه خبرې اترې پیل کړې دي.

په دې وروستیو کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر تهران ته سفر کړی او دواړو هېوادونو ویلي چې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ لپاره په هرمز تنګي کې د یوه دهلېز د جوړولو پر سر «بشپړ تفاهم» ته نږدې شوي دي.

خو کاظم غریب‌آبادي وايي، حتا که د تهران او مسقط ترمنځ هوکړه وروستۍ هم شي، هرمز تنګی به له سبا څخه پرانیستل نه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته