د ایران د روغتیا او درملنې وزارت وايي، د امریکا په وروستیو بریدونو کې، چې په سیریک کې پر یوه واده برید هم پکې شامل دی، ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند حسین کرمانپور نن (پنجشنبه، د سنبلې ۱۲مه) په «ایکس» کې د دې شمېرو په خپرولو سره ویلي چې ښځې او ماشومان هم د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې شامل دي.
هغه ویلي چې د سنبلې له اتمې تر یوولسمې پورې د امریکا د بریدونو له امله ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي. د وژل شویو کسانو په منځ کې دوه ښځې او یو ماشوم، او د ټپیانو په منځ کې ۶۱ ښځې او ۴۴ ماشومان شامل دي.
د سهشنبې (د وږي ۱۰مه) ماښام د ایران په جنوبي هرمزګان ولایت کې، د سیریک ولسوالۍ اړوند د کوهستک بندري ښارګوټي کې د واده مراسم د یوه توغندي په برید کې په نښه شول.
که څه هم ایراني دولتي چارواکو او رسنیو ویلي چې دغه مراسم په قصدي ډول په نښه شوي، خو د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویاند ویلي چې متحده ایالات پر ملکي وګړو برید نه کوي او د دې پېښې په اړه به څېړنه وکړي.
بيبيسي فارسي پرون راپور ورکړی و چې د واده د مراسمو ودانۍ له یوه مخابراتي ستن څخه «څو متره» واټن کې وه او پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې مخابراتي ستن هم په نښه شوې وه. خو د بيبيسي د حقیقتموندنې څانګې په خپل نوي راپور کې، چې نن سهار خپور شوی، ویلي چې مخابراتي ستن د واده له مراسمو څخه «۱۱۲ متره» واټن لري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د واده د مراسمو د په نښه کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه یې کړې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک، ویلي: «د ملګرو ملتونو سرمنشي د ملکي وګړو د مرګژوبلې د راپورونو، په ځانګړي ډول د واده د مراسمو د برید په اړه، ژوره اندېښنه لري. پر ملکي وګړو برید په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی.»
دوجاریک په خپله ورځنۍ خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې سرمنشي له ټولو خواوو غوښتي چې «زغم» وکړي او د «ډیپلوماسۍ» لاره خپله کړي.
