«د افغانستان متحده جبهه» وايي، ځواکونو یې په غزني او کندهار ولایتونو کې د طالبانو د استخباراتو دوه غړي په نښه کړي دي.
دې جبهې نن سهار (یکشنبه، د وږی ۱۵مه) په «اېکس» کې لیکلي چې یادو طالب غړو «د ملکي وګړو په نیولو، شکنجه کولو او وژلو کې لاس درلود.»
«د افغانستان متحده جبهه» وايي، لومړی برید د غزني ولایت د قرهباغ ولسوالۍ په غجور بازار کې ترسره شوی چې په ترڅ کې یې د طالبانو د استخباراتو یو غړی وژل شوی دی.
د دې جبهې په وینا، دویم برید د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ اړوند د «پل نساجي» په سیمه کې شوی چې هلته هم د طالبانو د استخباراتو یو غړی په نښه شوی دی.
خو طالبانو تر اوسه د «افغانستان متحده جبهې» د دغو ادعا شویو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
