د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، چې په تېر یو کال کې د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ځواکونو له لوري ۱۲ زره او ۵۱۰ کسان، چې «رواني ناروغان» بلل شوي، «راټول» شوي دي.
مجاهد نن (شنبه، د وږي ۱۴مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې دغه کسان د درملنې او پالنې په موخه د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورپېژندل شوي دي.
په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله رواني ستونزې پراخې شوې دي، خو د رواني ناروغیو درملنې او د دغو ستونزو پر وړاندې جدي پاملرنه لا هم کمه ده.
د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې چې د جګړې د قربانیانو په اړه خپور شوی، راغلي چې ۹۵ سلنه قربانیانو له عاطفي او یا رواني زیانونو شکایت کړی دی. په دغو ستونزو کې خپګان، اضطراب، د تېرو خاطرو ناڅاپي راګرځېدل او له رواني صدمې سره تړلې نورې نښې شاملې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له هرو پنځو کسانو څخه یو یې له یوې رواني ناروغۍ سره ژوند کوي.
د دغه سازمان په وینا، رواني روغتیا په افغانستان کې له تر ټولو بېړنیو، خو له پامه غورځول شویو ننګونو څخه ده.
افغانستان د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې لپاره د روغتیايي مرکزونو له جدي کمښت سره مخ دی.
