د امریکا ځانګړی استازی سټیو وېټکاف او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جېرډ کوشنر د اوکراین د سولې په اړه د خبرو لپاره د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، امریکايي استازي نن، شنبه، د سپټمبر پر ۵مه، مسکو ته رسېدلي او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له ځانګړي استازي کریل دیمیترییف سره یې لیدنه کړې ده.
په ورته وخت کې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې امریکايي استازي به له مسکو وروسته د اوکراین پلازمېنې کییف ته هم سفر وکړي، څو له اوکرایني چارواکو سره لیدنې او خبرې وکړي.
وېټکاف او کوشنر په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي چې ډونالډ ټرمپ پرون اعلان وکړ چې امریکا د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو نوی او مشخص وړاندیز لري؛ خو د دغه وړاندیز جزیات یې نه دي په ډاګه کړي.
ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ ته له بیا ستنېدو وروسته څو ځله ویلي چې غواړي په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي. خو تر اوسه د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هغه هڅې وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلې.
د رویټرز د معلوماتو له مخې، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو پر شرایطو لا هم ژور اختلافونه شته؛ روسیه د اوکراین د ځینو سیمو د پرېښودو او د ناټو د غړیتوب له هڅې د اوکراین د تېرېدو غوښتنه کوي، خو اوکراین دا شرایط ردوي.
