د افغانستان د تېر حکومت د پارلمان غړې فوزیه کوفي وايي، د طالبانو د حساب ورکونې لپاره باید له نړیوالو میکانیزمونو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
نوموړې دا څرګندونې د «په افغانستان کې د حساب ورکونې د میکانیزمونو د پیاوړتیا لپاره د لارښود چوکاټ» د معرفي کولو په مراسمو کې کړې دي. دغه چوکاټ د جمعې په ورځ، د وږي په ۱۳مه، د فوزیه کوفي په مشرۍ د «افغانستان لپاره ښځې» بنسټ له لوري معرفي شو.
د «افغانستان لپاره ښځې» بنسټ وايي، دغه چوکاټ له شاوخوا ۷۰ ملي او نړیوالو بنسټونو، د ښځو د اعتراضي خوځښتونو، د بشري حقونو او تخصصي ادارو سره له سلا مشورو او په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له دفتر سره په همغږۍ کې چمتو شوی دی.
د دغه سند موخه په افغانستان کې د حساب ورکونې د مشخصو میکانیزمونو د پلي کېدو په بهیر کې د ملي بنسټونو د پیاوړتیا، اغېزمنې ګټې اخیستنې او ونډې اخیستنې لپاره د لارښوونو وړاندې کول بلل شوي دي.
فوزیه کوفي، چې د «افغانستان لپاره ښځې» بنسټ مشره هم ده، د دغه چوکاټ د معرفي کولو په مراسمو کې وویل، له نړیوالو میکانیزمونو، لکه د جرمونو نړیوالې محکمې او د عدالت نړیوالې محکمې، باید په افغانستان کې د حساب ورکونې لپاره اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
د جرمونو نړیوالې محکمې تېر کال د طالبانو د مشر او د دغې ډلې د سترې محکمې د رئیس د نیولو حکمونه صادر کړي وو. کوفي وايي، دغه بهیر باید پیاوړی شي او د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه باید د «جنسیتي اپارتاید» په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
هغې همداراز وویل، د افغانستان د بحران د حل لپاره باید نړیواله همبستګي په سیاسي ژمنتیا، د سرچینو په برابرولو او عملي اقداماتو بدله شي.
کوفي وویل: «همبستګي باید یوازې د اعلامیو له صادرولو هاخوا ولاړه شي او په مسوولیت، اقدام او عملي ژمنتیا بدله شي.»
نوموړې ټینګار وکړ چې دا ډول ناستې باید یوازې په پیاوړو ویناوو پای ته ونه رسېږي، بلکې «دغه خبرې باید په ژمنتیا بدلې شي.»
فوزیه کوفي وویل، طالبان د «دین او کلتور له وسیلهيي او سیاسي استفادې» څخه په ګټې اخیستنې ښځې له عامه ژوند څخه حذف کړې دي؛ خو د نوموړې په وینا، د ښځو مقاومت لا هم دوام لري.
هغې وویل: «طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په تدریجي ډول ښځې له عامه ډګر څخه لرې کړې دي، خو ښځې د سوداګریزو فعالیتونو، پټو ښوونځیو، انلاین زدهکړو، اعتراضونو او د بشري حقونو د سرغړونو د ثبتولو له لارې لا هم خپل مقاومت ته دوام ورکوي.»
د کوفي په وینا، دغه مقاومت د ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو او د هغوی له حقونو څخه د وسیلهيي او سیاسي استفادې د پای ته رسولو په هیله دوام لري.
هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.
