د امریکا د پلاوي له پوتین سره لیدنه بې له رسمي هوکړې او مشخصې پایلې پای ته ورسېده

Oplus_131072

د اوکراین د جګړې په اړه د امریکا د پلاوي او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ لیدنه «ګټوره» بلل شوې، خو دغه لیدنه له کومې رسمي هوکړې او مشخصې پایلې پرته پای ته رسېدلې ده.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړو استازو، سټیو ویتکاف او جرد کوشنر، پرون (شنبه، د وږي ۱۴مه) د روسیې په مسکو کې د کرملین په ماڼۍ کې له ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.

د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف ویلي چې له ویتکاف او کوشنر سره د پوتین لیدنه تر درېیو ساعتونو زیاته اوږده شوه او په ترڅ کې یې «ګټورې» خبرې وشوې.

روسي خبري اژانس «تاس» د اوشاکوف له قوله لیکلي چې په دې لیدنه کې د «جګړې د ټولو بنسټیزو لاملونو د له منځه وړلو» پر اړتیا ټینګار وشو.

اوشاکوف ویلي: «په ځانګړې توګه، د جګړې په سیمه کې د روسي پوځ د پرمختګ واقعي بریاوې تر بحث لاندې ونیول شوې، د ټاکل شویو موخو د ترلاسه کولو په اړه ډاډ څرګند شو او، البته، د جګړې د ټولو بنسټیزو لاملونو د له منځه وړلو پر اړتیا ټینګار وشو.»

په همدې حال کې، رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله لیکلي چې د ډونالډ ټرمپ استازو له پوتین سره د اساسي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

رویټرز لیکلي چې دغه څو ساعته لیدنه او خبرې اترې «له کومې رسمي هوکړې او مشخصې پایلې پرته پای ته ورسېدې».

د دې رسنۍ د راپور له مخې، پوتین د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅو ستاینه کړې ده. هغه ویلي چې ټرمپ، سره له دې چې شرایط ستونزمن دي، د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې نه دي درولي.

دا په تېرو ۱۸ میاشتو کې له پوتین سره د ویتکاف او کوشنر اتمه لیدنه وه.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز ته ویلي چې دا لیدنې به دوام ولري او له روسي ولسمشر سره د امریکا د پلاوي د راتلونکو خبرو اترو پړاوونه به په راتلونکو اوونیو کې اعلان شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته