د امریکا د استازو جرګې د درېیم ځل لپاره د ایران د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه‌لیک تصویب کړ

Oplus_131072

د امریکا د استازو جرګې د درېیم ځل لپاره داسې پرېکړه‌لیک تصویب کړی چې له ایران سره په جګړه کې د ولسمشر پوځي واکونه محدودوي او د جګړې دوام د کانګرس له موافقې سره مشروطوي.

د استازو جرګې دا رایه‌اچونه د سې‌شنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) ترسره شوه چې په ترڅ کې یې پرېکړه‌لیک د ۲۲۰ موافقو رایو په مقابل کې د ۲۰۴ مخالفو رایو په ترلاسه کولو تصویب شو.

تر دې وړاندې هم د غبرګولي په ۱۳مه او د چنګاښ په ۳۱مه، په دوو جلا رایه‌اچونو کې ورته پرېکړه‌لیکونه تصویب شوي وو.

په داسې حال کې چې په تېر پړاو کې یوازې څلورو جمهوري‌پالو استازو د ولسمشر د پوځي واکونو د محدودولو پرېکړه‌لیک ته مثبته رایه ورکړې وه، دا ځل اوو جمهوري‌پالو له دیموکراتانو سره یوځای شول او موافقه یې وکړه.

د قانون‌جوړونکو دا هڅه وروسته له هغې کېږي چې د «کانګرس د بودجې دفتر» په یوه راپور کې ویلي، له ایران سره جګړې په تېرو شپږو میاشتو کې له ۳۸ میلیارد ډالرو څخه ډېر لګښت لرلی او د جګړې میاشتني لګښتونه تر درې میلیارد ډالرو پورې زیاتېږي.

په دغه راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د توغندیو د دفاع دوامدارو عملیاتو د امریکا د توغندیو ضد دفاعي مرمیو (Interceptor) زېرمې په جدي ډول کمې کړې دي؛ هغه کمښت چې جبرانول یې ښايي کلونه وخت ونیسي.

د «جګړې د واکونو قانون» چې د ویتنام له جګړې وروسته تصویب شوی، د امریکا ولسمشر مکلفوي چې د اوږدمهالو پوځي شخړو لپاره د کانګرس اجازه ترلاسه کړي.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې دواړه ځله د قانون‌جوړونکو پرېکړه‌لیکونه له پامه غورځولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته