د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د قرغزستان د بهرنیو چارو له وزیر جینبیک کولوبایف څخه غوښتي چې په ملګرو ملتونو کې د خپل هېواد له غیر دایمي غړیتوب څخه د طالبانو د ملاتړ لپاره استفاده وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (سېشنبه، د وږي ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا غوښتنه د متقي او کولوبایف ترمنځ د ټیلیفوني خبرو پر مهال مطرح شوې ده.
قرغزستان د دغه هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ټاکنو کې د ۲۰۲۷–۲۰۲۸ کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۰ غیر دایمي غړو له ډلې څخه د یوه غړي په توګه انتخاب شوی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امیرخان متقي د امنیت شورا ته د قرغزستان انتخاب «مهمه لاسته راوړنه» بللې او په دې چوکاټ کې یې د «افغانستان او قرغزستان ترمنځ د متقابلې همکارۍ او ملاتړ» پر اهمیت ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د «لوړپوړو پلاوو د تګ راتګ، منظم سیاسي تعامل او د اړیکو د لا پیاوړتیا» په څېر موضوعاتو هم خبرې کړې دي.
متقي او کولوبایف په دې ټیلیفوني خبرو کې د «سیاسي اړیکو د پراختیا، اقتصادي تعاملاتو، سوداګرۍ، پانګونې او د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د ګډو پروژو» په اړه هم بحث کړی دی.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، د مرکزي اسیا له هېوادونو، د قرغزستان په ګډون، سره پراخې اقتصادي او سیاسي اړیکې ټینګې کړې دي. خو تر اوسه د روسیې پرته هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې، او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ هم لا د پخواني جمهوري نظام د دیپلومات په واک کې ده.
