په امریکا کې د خبري چورلکې لوېدو پېښه؛ درې کسان مړه او یو ټپي

Oplus_131072

په لاس‌انجلس کې د یوې ترافیکي پېښې د خبري پوښښ پر مهال د «اېن‌بي‌سي» شبکې یوه خبري چورلکه لوېدلې چې له امله یې درې کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

اېن‌بي‌سي راپور ورکړی چې دا پېښه د سې‌شنبې په ماښام (د وږي ۲۴مه) شاوخوا ۷ بجې د ځايي وخت له مخې، د «چټس‌ورث» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

دغه چورلکه هغه مهال په هوا کې وه چې د یوه ښاري بس او یوه شخصي موټر ترمنځ د یوې مرګونې ټکر خبري پوښښ یې کاوه. په دغه ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي وو.

په لاس‌انجلس کې د اېن‌بي‌سي سیمه‌ییزې څانګې د خپلې خبري چورلکې د لوېدو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې له لوېدو مخکې یې له چورلکې دننه له کسانو سره اړیکه پرې شوې وه.

دغې څانګې د لاس‌انجلس د اور وژنې ادارې د قوماندان برانډن سیلورمن له قوله ویلي چې د چورلکې د لوېدو په ځای کې درې کسان مړه شوي او یو بل کس په نامعلوم روغتیايي وضعیت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.

تر اوسه د پېښې د رامنځته کېدو لامل، د قربانیانو هویت او په چورلکه کې د سپرلیو کره شمېر نه دی اعلان شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته