د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون د طالبانو او د ازبکستان د حکومت د چارواکو په ګډون، د ترمذ ښار د نړیوال سوداګریز مرکز په ودانۍ کې پرانیستل شو.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه نندارتون د سهشنبې په ورځ، د وږي په ۲۴مه، پرانیستل شو او ټاکل شوې ده چې درې ورځې دوام وکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان او ازبکستان په وروستیو کلونو کې د سوداګریزو، ترانزیټي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې مهم ګامونه اخیستي دي.
هغه زیاته کړې: «موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو همکاري له سوداګریزو راکړو ورکړو څخه د ګډ تولید، ګډې پانګونې، د اکمالاتي ځنځیرونو د جوړولو او د صادراتو د پراختیا پړاو ته لوړه شي.»
په دې مراسمو کې د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشف هم ګډون کړی دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، ایرګاشف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او پراخېدو ټینګار کړی دی.
په دغه نندارتون کې د افغانستان بېلابېل محصولات، لکه غالۍ، زعفران، قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې، لاسي صنایع، پنبه، وچه مېوه او جامې، په څه باندې ۱۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
