د یمن حوثیان وايي، چې د سعودي عربستان یوه اف-۱۵ جنګي الوتکه یې په مأرب کې رانسکوره کړې ده.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع نن (چهارشنبه، د وږي ۲۵مه) اعلان کړی، چې دغه جنګي الوتکه د یمن په داخل کې جوړ شوي ځمکې-هوا توغندي په وسیله رانسکوره شوې ده.
هغه د الوتکې د سپرلیو د برخلیک په اړه له څه ویلو پرته ویلي، چې دوه اف-۱۵ او ټایفون جنګي الوتکې، چې د رانسکورې شوې الوتکې د پاتې شونو د موندلو لپاره سیمې ته راغلې وې، اړې شوې چې شاتګ وکړي.
یحیی سریع وايي، د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او د سعودي پوځ په تېرو شپږو ورځو کې د یمن پر خاوره ۴۵۰ هوايي بریدونه کړي دي.
هغه زیاته کړې، چې دغه بریدونه په تعز، لحج، الجوف، حجه، مأرب، صعده او البیضاء ولایتونو کې شوي، چې ملکي سیمې هم پکې په نښه شوې او د خلکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوي دي.
سعودي عربستان نن سهار اعلان وکړ، چې د حوثیانو له لوري توغول شوی بېپیلوټه الوتکه یې د مکې مکرمې په فضا کې شنډه کړې ده.
خو یحیی سریع دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د مکې مکرمې په نښه کول «دروغجنه ادعا» ده او د یمن له لوري د سپېڅلو ځایونو پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ نشته.
