آلمان ۱۳ افغان اتباع له هېواده وایستل

Oplus_131072

د آلمان حکومت ۱۳ افغان اتباع، چې د بېلابېلو جرمونو له امله محکوم شوي وو، کابل ته شړلي دي.

د آلمان «اِن‌ټي‌وي» شبکې راپور ورکړی، چې دغه کسان د سه‌شنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) په یوه چارټر الوتکه کې کابل ته انتقال شوي دي.

دغه رسنۍ د آلمان د فدرالي کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي، چې ټول ایستل شوي کسان نارینه دي او له استثنا پرته هغه کسان دي چې مخکې د جنسي جرمونو، فزیکي تاوتریخوالي او نشه‌یي توکو د قاچاق په جرمونو محکوم شوي وو.

د آلمان حکومت له ۲۰۲۴ کال راهیسې افغانستان ته د افغان اتباعو د شړلو لړۍ پیل کړې ده.

د طالبانو له ډلې سره له رسمي تعامل وروسته، چې په برلین کې د افغانستان په سفارت او په بن کې د هېواد په قونسلګرۍ کې د طالبانو د دوو ډیپلوماتانو د منلو لامل شو، آلمان افغانستان ته د اخراجونو لړۍ زیاته کړې ده.

تر اوسه ۲۶۳ کډوال له آلمان څخه ایستل شوي، چې ډېری یې د جنسي جرمونو، وژنې، تاوتریخوالي او نشه‌یي توکو اړوند جرمونو له امله محکوم شوي کسان دي.

په آلمان کې د کډوالو د ملاتړ یوې ادارې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه شاوخوا ۱۳ زره افغان اتباع په آلمان کې د دغه هېواد د پرېښودو مکلف وو. د شاوخوا ۱۰ زره کسانو د استوګنې وضعیت «دولدونګ» یا «موقتي او مشروط زغم» و.

دا اصطلاح دې ته اشاره کوي چې اوس مهال د دغو کسانو د ایستلو امکان نشته؛ خو که دوی له قانون څخه سرغړونه وکړي او یا د آلمان له پولو ووځي، حکومت ته د هغوی د ایستلو قانوني زمینه برابرېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته