د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان هوايي بریدونه پر کونړ او پکتیکا «تېری کوونکی اقدام» او «د افغانستان د ملي حاکمیت نقض» بللي او غندلي دي.
ښاغلي کرزي نن (دوشنبه، ۳۰ وږی) په ټولنیزو رسنیو کې د یوه پیغام په خپرولو سره له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان په اړه خپلې تګلارې له سره وڅېړي.
کرزي ویلي: «پاکستان دې د خپلو سیاستونو په بیاکتنې سره د ښه ګاونډیتوب، مثبتو اړیکو او له افغانستان سره د متمدن تعامل لاره غوره کړي.»
د افغانستان پخواني ولسمشر د پاکستان اوسني امنیتي ننګونې د دغه هېواد د افغانستان په اړه د سیاستونو پایله بللې ده.
هغه ویلي: «د پاکستان اوسني امنیتي مشکلات د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ناسمو سیاستونو له امله رامنځته شوي دي.»
طالبانو اعلان کړی چې د پاکستان جنګي الوتکو نن سهار د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د پتن په سیمه کې یو استوګنیز کور او د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ کې یو تش کور او یو دوکان بمبار کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې په کونړ کې د پاکستان د برید له امله د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
