د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د دې ډلې پولیسو د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» څلور غړي نیولي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن چهارشنبه (د تلې ۱۵مه) په ایکس کې د یوه پوسټ په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان د طالبانو د پولیسو د ځانګړو قطعاتو له لوري نیول شوي، خو د هغوی د نیول کېدو کره وخت او ځای یې نه دی په ډاګه کړی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د دغو کسانو د اعترافاتو یوه ویډیو هم خپره کړې، خو څرګنده نه ده چې دغه ویډیو په څه ډول او د کومو شرایطو له مخې ثبت شوې ده.
په دې ویډیو کې له نیول شویو کسانو دوه تنه ځانونه د پنجشېر ولایت او دوه نور ځانونه د کاپیسا ولایت اوسېدونکي معرفي کوي.
هغوی همداراز وايي چې د کابل ښار په «پنځهسوه فامیلیو» سیمه کې یې پر یوه موټرسایکل چاودنه کړې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) پر دفتر یې د برید پلان هم درلود.
«افغانستان ملي مقاومت جبهې» تر اوسه د طالبانو له لوري د دغو کسانو د اعترافاتو د خپرېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
«افغانستان ملي مقاومت جبهې» په کابل کې څو ځله پر طالبانو د بریدونو مسوولیت منلی، خو تل یې ټینګار کړی چې ملکي وګړي، عامه او دیپلوماتیک ځایونه به نه په نښه کوي.
