د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، اوس مهال افغانستان ته د ازبکستان له لارې بشري مرستې لېږدول کېږي.
په افغانستان کې د یونیسف دفتر رییس، تاجالدین اویواله، نن (یکشنبه، د لړم ۳مه) پر اېکس د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، دې ادارې د ازبکستان په ترمذ ښار کې د اکمالاتو او لوژستیک یو مرکز جوړ کړی او له همدې مرکز څخه افغانستان ته مرستې لېږدوي.
د هغه په وینا، دغه مرکز یونیسف ته دا زمینه برابروي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر ناروغۍ د اخته ماشومانو لپاره د تغذیې د درملنې خدمتونو ته دوام ورکړي.
د یونیسف د دفتر رییس زیاته کړې، په روان کال کې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي چې له ډلې یې یو میلیون ماشومان درملنې ته اړتیا لري.
تاجالدین اویواله وايي، په ازبکستان کې د دغه مرکز جوړېدل دوی ته دا امکان برابروي چې یاد ماشومان تر درملنې لاندې ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارو تر تړل کېدو او د ایران او امریکا د جګړې له امله د هرمز تنګي تر تړل کېدو وروسته، افغانستان ته د بشري مرستو لېږد هم ستونزمن شوی دی.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي وو چې اوس افغانستان ته خوراکي مرستې د نړۍ د اتو هېوادونو له لارې رسېږي او د دغو مرستو د لېږد لګښت او موده هم په څرګند ډول زیاته شوې ده.
