د فلسطین د خپلواکۍ ادارې د لومړي وزیر دفتر وايي، اسرائیل د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په الخلیل ښار کې ۲ زره او ۶۷۰ کسان په زور له خپلو کورونو بېځایه کړي دي.
دغه دفتر نن (یکشنبه، د لړم ۳مه) د الخلیل ښاروالۍ په حواله لیکلي چې د بېځایه شویو ډېری برخه ښځې، ماشومان او زاړه کسان دي.
وروسته له هغې چې د جمعې په ورځ په الخلیل ښار کې د یوه فلسطیني سړي په برید کې دوه اسرائیلي سرتېري ووژل شول، د اسرائیل پوځ په دغه ښار کې پراخ عملیات پیل کړي دي.
رویټرز خبري اژانس پرون راپور ورکړی و چې اسرائیلي ځواکونو په الخلیل ښار کې ۱۲۰۰ کسان اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي.
د الخلیل ښاروال یوسف الجعبري ویلي وو چې شاوخوا ۱۳۰۰ نور کسان هم د خپلو کورونو د له لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ دي.
د فلسطین خپلواکې ادارې په الخلیل ښار کې د اسرائیلي پوځ عملیات «ډلهییزه سزا» بللې او غندلي یې دي.
