د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د سویلي کوریا په ملاتړ یې د افغانستان د اقتصادي بیارغونې دویم پړاو په پنځو ولایتونو کې پیل کړی دی.
دغه سازمان نن (دوشنبه، د لړم ۴مه) پر ایکس د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې یې د بیارغونې او بیا رغونې د هڅو نوی پړاو پیل کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، چې د اقتصادي بیارغونې دویم پړاو (REVIVE II) به «د خلکو د معیشت پر پیاوړتیا، د ټولنیزو زیربناوو پر بیارغونه، اقتصادي بیا رغونه او د ټولنو د مقاومت وړتیا پر لوړولو» تمرکز وکړي.
ټاکل شوې دغه پروګرام په کابل، ننګرهار، کونړ، پکتیا او غزني ولایتونو کې پلي شي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دفتر ویلي، چې د دې پروګرام دویم پړاو د ملګرو ملتونو په سازمان کې د سویلي کوریا د استازولۍ په ملاتړ او د لومړي پړاو د لاسته راوړنو په دوام کې، په افغانستان کې د بیارغونې بهیر د پیاوړتیا او د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه پیل شوی دی.
