په ننګرهار کې یو ۱۲ کلن ماشوم د لوبو پر مهال د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ننګرهار کې د طالبانو د والي رسنیو دفتر ویلي، چې دا پېښه پرون ماښام (یکشنبه، د لړم ۳مه) د شېرزادو ولسوالۍ په «ګندمک» سیمه کې شوې ده.
د دغه دفتر د خبرپاڼې له مخې، د پېښې قرباني ماشوم «همت» نومېده او له یوې زړې مرمۍ سره یې لوبې کولې، چې ناڅاپه وچاودېده.
دا پېښه داسې مهال کېږي، چې تر دې مخکې هم د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې ورته پېښه شوې وه، چې د زړو مهماتو چاودنې پکې د څلورو ماشومانو ژوند اخیستی و.
د افغانستان د ماینپاکۍ چارو د همغږۍ ادارې د شمېرو له مخې، تېر کال په ټولیز ډول ۴۶۷ کسان د ماینونو او ناچاودو توکو د چاودنو په ۲۱۷ پېښو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي. له دې ډلې ۹۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، د قربانیانو په ډله کې ۳۰۹ ماشومان وو، چې د ټولو قربانیانو شاوخوا ۶۶ سلنه جوړوي.
