د انرژۍ نړیواله اداره: د انرژۍ بازارونه به راتلونکی کال هم د ایران د جګړې مخکې حالت ته راونه ګرځي

د انرژۍ د نړیوالې ادارې اجرائیوي مشر فاتح بیرول وايي، د انرژۍ نړیوال بازارونه به راتلونکی میلادي کال هم د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د جګړې له پیل مخکې حالت ته راونه ګرځي.

بیرول نن (دوشنبه، د لړم ۴مه) د سنګاپور د انرژۍ اوونۍ په نړیوال کنفرانس کې دا خبره وکړه.

هغه وویل: «له بده مرغه، زه داسې هېڅ واقعي لاره نه وینم چې د انرژۍ بازارونه دې راتلونکي کال (۲۰۲۷) د دې جګړې له پیل مخکېنیو شرایطو ته بېرته وګرځي.»

فاتح بیرول د نړیوال اقتصاد پر وړاندې د جګړې د پایلو په اړه وویل، چې حکومتونه او شرکتونه باید د دې وضعیت د دوام لپاره چمتووالی ونیسي او «د انرژۍ امنیت» خپل لومړیتوب وګرځوي.

د انرژۍ نړیوالې ادارې مشر د حکومتونو استازي د فوسیلي انرژۍ په سرچینو کې پانګونې ته هم وهڅول او ویې ویل، چې د برېښنا لپاره د تقاضا زیاتوالی د انرژۍ د بېلابېلو سرچینو ترکیب ته اړتیا لري، چې لمریزه، بادي، اوبو، طبیعي ګاز او نورې کم‌کاربنه ټکنالوژۍ پکې شاملې دي.

فاتح بیرول د سیمې له هېوادونو وغوښتل، چې اټومي انرژي هم د خپلې راتلونکې انرژۍ د سرچینو د یوې برخې په توګه په جدي توګه په پام کې ونیسي.

د هرمز تنګي له ګډوډېدو وروسته د تېلو او ګازو په ګډون د سون‌توکو د بیو لوړېدو د نړۍ په بازارونو کې د ډېری توکو پر بیو منفي اغېز کړی دی.

متحده ایالات لا هم د ایران محاصره او اقتصادي بندیزونه روان ساتلي دي. ایران هم د بریدونو او سمندري ماینونو د اېښودلو له لارې د هرمز تنګي تګ راتګ ګډوډوي. د یمن د حوثیانو له خوا د سعودي عربستان پر تېلو او ګازو تاسیساتو بریدونه هم د انرژۍ پر بازار د فشار بله وسیله ده.

پرون د برنټ خامو تېلو بیه په هر بېرل کې ۱۱۶ ډالرو ته ورسېده، خو تېره شپه تهران ته د خبرو لپاره د قطري پلاوي له سفر سره شاوخوا یو سلنه راکمه شوه. سره له دې، د تېلو دغه بیه د ۲۰۲۲ کال راهیسې په اوونیزه کچه بې‌سارې لوړه ده.

د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان نن په سنګاپور کې په یوه غونډه کې وویل، چې دغه هېواد د انرژۍ په بازار کې د بیو د لوړېدو او ټیټېدو د اغېزو د کمولو لپاره په سنګاپور کې د خامو تېلو یو ستر زېرمتون جوړوي.

د سعودي عربستان او سنګاپور د انرژۍ وزیرانو اعلان وکړ، چې د جورونګ ټاپو په ځمکلاندې زېرمتونونو کې د خامو تېلو د زېرمه کولو په اړه یې لومړنۍ هوکړه کړې ده.

د جورونګ ځمکلاندې ډبرین زېرمتونونه د ځمکې په ۱۵۰ متري ژوروالي کې موقعیت لري او د شاوخوا یو میلیون او ۴۷۰ زره متر مکعبه خامو تېلو او نورو مایع هایدروکاربني محصولاتو د زېرمه کولو ظرفیت لري.

دغه ستر زېرمتون به د ۲۰۲۷ کال له دویمې نیمايي څخه د سعودي عربستان د خامو تېلو د یوې برخې په زېرمه کولو سره فعال شي، څو د احتمالي ګډوډیو پر وړاندې د اسیا بازارونو ته د تېلو د عرضې امنیت پیاوړی کړي.

د «ارامکو» انرژۍ شرکت تر دې مخکې په جاپان او سویلي کوریا کې هم د تېلو د زېرمه کولو تاسیسات جوړ کړي دي، څو د عرضې د ګډوډۍ په صورت کې د اسیا بازارونو ته د تېلو رسېدل اسانه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته