په کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت له کانونو څخه یې ایستل شوې قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې د څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پلورلې دي.
په کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس محمدشیرین حقاني ویلي، د دغو ډبرو د لیلام مراسم پرون (سېشنبه، د عقرب ۵مه) په اسعداباد کې د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو په بازار کې ترسره شول.
حقاني د پلورل شویو ډبرو اندازه نه ده مشخصه کړې، خو ویلي یې دي چې په دغه لیلام کې د ۲۳.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت قیمتي او نیمهقیمتي معدني ډبرې کورنیو او هندي سوداګرو ته پلورل شوې دي.
د هغه په وینا، د دې ټولې پیسې ۱۰ سلنه، یعنې ۲.۳ میلیونه افغانۍ، د دولتي عوایدو په توګه د طالبانو خزانې ته سپارل شوې دي.
هغه زیاته کړې چې پلورل شوې ډبرې «بیروج» او «کونزایت» دي، چې د مانوګي او چپهدرې ولسوالیو له کانونو څخه ایستل کېږي.
دغه لیلام یوه اوونۍ وروسته له هغه ترسره شو چې طالبانو شاوخوا ۵۰۰ کیلوګرامه د بیروج او کونزایت ډبرې د څه باندې ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورلې.
په وروستیو میاشتو کې طالبانو د بېلابېلو ولایتونو له کانونو څخه د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو استخراج او پلور زیات کړی دی؛ دې اقدام د خلکو ترمنځ د هېواد د معدني سرچینو د لوټلو په اړه جدي اندېښنې راپارولې دي.
