د انګور اډې سرحدي نښته؛ د خیبر پښتونخوا والي طالبان وهم‌ځپلي بللي

د خیبر پښتونخوا والي، فیصل کریم کنډي، د تېرې شپې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د انګور اډې د نښتې په غبرګون کې ویلي، د افغانستان طالبان باید په هېڅ ډول وهم او خیال کې نه وي.

د خیبر پښتونخوا والي نن (چهارشنبه، د عقرب ۶مه) په ایکس کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي، پاکستان د خپلو خلکو پر وړاندې بریدونه او د خپل حاکمیت نقض نه زغمي.

هغه د افغانستان په سوېل ختیځ کې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ او د پاکستان د جنوبي وزیرستان ترمنځ پر پوله د انګور اډې په بازار کې د تېرې شپې نښته د طالبانو له لوري «ښکاره تېری» بللی دی.

کنډي د طالبانو د بریدونو د غندلو ترڅنګ د پاکستاني ځواکونو د «چټک، قاطع او ځپونکي غبرګون» ستاینه کړې ده.

هغه ویلي: «د افغانستان د طالبانو رژیم باید په هېڅ ډول وهم او خیال کې نه وي؛ پاکستان هېڅکله د خپلو خلکو پر وړاندې بریدونه او د خپل حاکمیت نقض نه زغمي.»

کنډي زیاته کړې چې خیبر پښتونخوا ایالت د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې زرګونه کسان له لاسه ورکړي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د دې سیمې خلک وګواښي یا یې امنیت کمزوری کړي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د جنوبي وزیرستان د مرستیال کمېشنر دفتر وايي، د تېرې شپې د انګور اډې په نښته کې یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه نور ملکي وګړي، چې ټول د یوې کورنۍ غړي وو، ټپیان شوي دي.

دغه دفتر ویلي، ملکي وګړي د افغانستان د طالبانو له لوري پر استوګنیزه سیمه د ډزو له امله زیانمن شوي دي.

طالبانو تر اوسه د تېرې شپې د نښتې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي. خو په پکتیکا کې د دې ډلې امنیتي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته تایید کړې چې په انګور اډه کې سرحدي نښته شوې او د افغانستان په لوري هم ملکي کورونه په نښه شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته