د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي وايي، که امریکا یو ځل بیا پر ایران برید وکړي، دغه هېواد به د امریکا نږدې او لرې پوځي اډې په نښه کړي او ښايي په اروپا کې د امریکا پر ځینو پوځي اډو هم بریدونه وکړي.
نوموړي له حزبالله سره تړلې المیادین ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي: «که امریکایان تېروتنه وکړي او پر موږ برید وکړي، موږ به یوازې د هغوی د نږدې پوځي اډو په په نښه کولو بسنه ونه کړو، بلکې هم به ټولې نږدې اډې او هم به د امریکا لرې پوځي اډې په نښه کړو.»
د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي زیاته کړې: «ښايي ځینې هغه ټاپوګان هم په نښه کړو چې هغوی فکر کوي زموږ توغندي ورته نه رسېږي.»
نوموړي په اروپا کې د امریکا د ځینو پوځي اډو کارونې ته په اشارې ویلي: «که د امریکا الوتکې له یوې لرې پوځي اډې پورته شي او د ایران د بمبارولو لپاره زموږ پر لور راشي، موږ به هغه پوځي اډه هم په نښه کړو.»
محسن رضايي ویلي، ایران غواړي پر امریکایانو داسې لګښتونه وتپي چې پر ایران برید ورته ګران تمام شي او د ورته بریدونو د مخنیوي لامل وګرځي.
رضايي ټینګار کړی چې له دې وروسته به د ایران او امریکا د ډیپلوماسۍ لومړیتوب په ټولو جبهو، په ځانګړې توګه لبنان کې د جګړې پای ته رسول وي.
د ایران چارواکو په دې وروستیو کې څو ځله خبرداری ورکړی چې که امریکا یو ځل بیا پر دغه هېواد برید وکړي، دوی به خپل بریدونه په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو محدود نه کړي، بلکې د جګړې لمن به پراخه کړي.
د ایران مشر مجتبی خامنهيي هم د دغه هېواد پوځي قوماندانانو ته لارښوونه کړې چې د امریکا د احتمالي بیاځلي برید په صورت کې سمدستي او له جغرافیایي محدودیت پرته ځواب ورکړي.
محسن رضايي له المیادین ټلوېزیون سره په مرکه کې د ایران څخه د غني شوي یورانیمو د ایستلو په اړه راپورونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې دوی به ان د غني شویو اټومي موادو د یوې ذرې د ایستلو اجازه هم ورنه کړي.
نوموړي ویلي چې ایران دا موضوع له روسیې سره هم شریکه کړې او ورته یې ویلي چې غواړي له دغو موادو څخه په خپل هېواد کې استفاده وکړي.
ایران څه باندې ۴۰۰ کیلوګرامه ۶۰ سلنه غني شوی یورانیم لري. د ایران د اټومي مذاکراتو په لړ کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې روسیې وړاندیز کړی و، څو دغه مواد له ایران څخه وباسي او په خپل هېواد کې یې وساتي؛ خو ایراني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه خبرې اترې نه دي تایید کړې.
